تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ ) ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورم کنفرانس د اپرېل په ۱۳مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړ شي.
د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سياسي هواري او په دغه هېواد کې د بشري او ټولنيزو اقتصادي وضعيت د ټيکاو لپاره به پر نورو ګامونو هم خبرې وشي.
سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې پیچلي امنیتي وضعیت او د تروریستي فعالیتونو او د مخدره موادو د تولید زیاتوالي ته په کتو، د سیمې په هېوادونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو همغږي ځانګړی اهمیت لري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه.
تېر کال په چین کې درېیمه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو روسیې او امریکا استازو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و.