پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههلمند: بېلابېلو پېښو ۲ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي

هلمند: بېلابېلو پېښو ۲ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ )  د هلمند لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې تېره اونۍ په دغه ولایت کې د بېلابېو جنایي، ترافیکي پېښو او خپلمنځیو شخړو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د هلمند په موسی قلعه، سنګین، ګرمسېر، ناوه، نادعلي او مارجې ولسوالیو کې په اوو پېښو کې ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

سرچینه دغه راز وایي، چې تېره اونۍ د هلمند په ناوه، موسی قلعه، سنګین، او ګرمسېر ولسوالیو کي د ۸ ترافیکي پېښو له امله ۵ تنه ژوبل شوي دي.

چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو پر چارواکو نیوکه کیږي، چې د پېښو او مسایلو په اړه معلومات په ډېر ځنډ رسنیو سره شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...