یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهزاخيلوال: نړيوال شرطونه دې ومني، طالبان د ننني وضعيت مسوول دي

زاخيلوال: نړيوال شرطونه دې ومني، طالبان د ننني وضعيت مسوول دي

تاند:(یکشنبه، د میزان څلورمه) د افغانستان د ماليې پخوانی وزير حضرت عمر زاخيلوال، چې په وروستيو کلونو کې د سولې فعال او د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له منتقدینو څخه و، له طالبانو غواړي چې د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره يې د نړيوالې ټولنې شرطونه ومني.

زاخيلوال په يوه ټلويزيوني مرکه کې پر اشرف غني د بېسارو غلاوو، موقف پرستۍ، سولې سره د مخالفت او د جمهوري نظام د قصدي سقوط تورونه هم ولګول. زاخیلوال په خپله هم د مالیې د وزارت په مهال په مالي فساد تورن شوی و. یوې تلویزیوني شبکې یې د هغو پیسو اسناد خپاره کړي وو چې له افغانستان څخه یې کاناډا ته لېږلې وې. خو ده دا تورونه رد کړل.

له دې سره زاخيلوال د افغانستان نننی اقتصادي او بشري ناورين ژور وباله او انديښنه يې وښوده، چې که طالبان نرمښت ونه ښي، دغه ناورين به لا ژور شي، چې مسووليت به يې د طالبانو په غاړه وي.

عمر زاخيلوال د طالبانو حکومت دوی پورې منحصر ياد کړ او د ښځينه وو د زده کړو او کار د پيل په اړه يې د ژمنو ځنډیدل نقد کړل.

د افغانستان د نجات حرکت په نوم د سياسي جريان دغه مشر ټینګار درلود، چې طالبان بايد تاريخ نه زده کړه وکړي، د حکومت نظامي برخه خپله سمبال او نورې برخې اړوندو متخصصينو ته وسپاري.

ډاکټر زاخېلوال د خلکو د بد اقتصادي وضعيت له يادولو سره ټينګار وکړ، چې طالب مشران بايد د کابل په چمن حضوري کې د خپلو کورونو له وسايل پلورونکو د دغه کار دليل وپوښتي، اقتصادي کاروباریانو او په روزګار و ژوند کې يې راغلو بدلونونو نه خبر شي او هم له دغه ژور بحران نه د وتو لپاره د ټولنې مختلفو قشرونو او مشرانو سره يې مشورې ته کیني.

طالبانو د زاخيلوال څرګندونو ته کوم مشخص غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی ټینګار لري چې حکومت يې ټول شموله دی، ملت ورسره دی او نړۍ بايد د شرط ايښودلو په ځای د دوی شرطونه ومني.

6 COMMENTS

  1. یو غل چې جایداد یې په کانادا کې د ورایه معلومېږي، هغه راځي نورو ته نصیحتونه کوي. د دې سړي دا خوله هم د بېغیرته او غله په شانې ده.

  2. د زاخیلوال په څیر بی شرمه خاینان او بی ننګه سیاسی مداریان د افغانستان د بد حالۍ رښتیتی عاملین دی.
    همدا خاینان او پردی پال و چی د افغانستان د ابادۍ او ښیرازۍ ژرړی يي په ډیره بی رحمۍ پریکړی, د ولس ارمانونه يي د خاورو سره خاوری کړل او په یوه او بله څیره يي د خپلو شخصی ګټو لپاړه د هیواد او ولس ګټی په دار وځړولې. اوس همدا بی شرمه او مړ ضمیره خاینان یو وار بیا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په ډیره بی شرمۍ ځان افغانانو ته ددوۍ خواخوږی ورپیژنی او د افغانانو د نماینده ګۍ دعوی کوی.
    بد بختانه زموږنږ خوش باوره او پاک زړی افغانان د سیاسی مداریانو او ابن الوقت مکارانو په مکارۍ همیشه تیروتلی دی. او ښايي دا سیایی مداریان یو وار بیا ولس تیر باسی.
    پدی کی هیڅ شک نشته چی تالبان باید د خپل تور جهالت نه لاس واخلي او ملیونه ناداره او زوریدلی افغانان د خپل تور جهالت چی ددین او انسانیت سره هیڅ تړاو نه لری قربانی نه کړی. ولی د زاخیلوال په څیر خاینانو دا حق د لاسه ورکړی چی د افغانانو په کړاونو یو وار بیا خپله سیاسی دکانداری وکړی.

  3. سلام
    دهر انسان عمر درې مرحلې لری:دماشومتوب مرحله، دځوانتوب، او زوړ توب مرحله. خو سړی چې دپاخه عمر یا سن په وخت کې دبلې مرحلې لوبې کوی لوی شرم دی او بد ورسره ښکاری.
    شرم او حیا له ایمان عزت ،ننګ او غیرت سره کلک ولاړ دی الحیاء نصف الایمان! زاخیلوال هم دلا بیستانوپه څېر دروغجن له مکره ډک،دبهانو اوپلمو ضرب زبانی یعنی دښخو اوټولشموله غږ نارې سورې کړی. زاخیلوال په حقیقت کې د لستوڼی مار دی چې خپل ځان نه وینی.وایی یو هلک په ونه کې ختلی وه مڼې یې لاندې راغورځولې باغوان ولید غږ یې ور باندې وکړ فورا کوز شه! که نه زه به ستا پلار راوغواړم هلک وویل غوشتلو ته ضرورت نشته هغه هم ماسره ونه کې دی مڼې غورځوی مانا کرزی لا هم ناست دی چې زاخیلوال یې له کوم سورکی را پیداکړی وه؟هرخاین باید له ټولشموله سره تړاو ونه لری!
    دکابل هوایی ډګر نوم، دپوهنتون نوم بیرته راګرځیدنه او امنیت نیول هغه ستر کارونه دی چې ډېر کم وخت یې عملی بڼه ونیوله.
    طالبان دسیاسی ډګر په لارو چارو کې بیړنی ګامونو ته ضرورت لری. دنړیوالو سره تعامل او تفاهم ،ناستې او ولاړې ، خبرې او اترې ، یو بین الدولی غوره پریکړه، دټولشمول حکومت معنا او تعریف ،مشروعیت او قانونی ماهیت نه سم پوهاوی.
    زاخیلوال رښتیا داکتر دی؟یوډاکتر لید لوری وسوچو مسولیت وبرداشت و وړاندیز او پوهه لری ما دهغه تبصره د طلوع له چینل څځه واورېده یو غل څنګه دا حق خان ته ورکوی چې دملت به برخلیک باندې خبرې وکړی. زاخیلوال څنګه اوچېرې تورونه ردوی؟ شپه ه تیاره ده مڼې په شماردی زاخیلواله .

  4. سلام
    دهر انسان عمر درې مرحلې لری:دماشومتوب مرحله، دځوانتوب، او زوړ توب مرحله. خو سړی چې دپاخه عمر یا سن په وخت کې دبلې مرحلې لوبې کوی لوی شرم دی او بد ورسره ښکاری.
    شرم او حیا له ایمان عزت ،ننګ او غیرت سره کلک ولاړ دی الحیاء نصف الایمان! زاخیلوال هم دلا بیستانو او توطیه ګرانو په څېر دروغجن له مکره ډک،دبهانو اوپلمو ضرب زبانی یعنی دښخو اوټولشموله غږ نارې سورې پورته کړی. زاخیلوال په حقیقت کې د لستوڼی مار دی چې خپل ځان نه وینی.وایی یو هلک په ونه کې ختلی وه مڼې یې لاندې راغورځولې باغوان ولید غږ یې ور باندې وکړ چې فورا کوز شه! که نه زه به ستا پلار راوغواړم هلک وویل غوښتلو ته ضرورت نشته هغه هم ماسره ونه کې دی مڼې غورځوی مانا کرزی لا هم ناست دی چې زاخیلوال یې له کوم سورکی را پیداکړی وه؟هرخاین باید له ټولشموله سره تړاو ونه لری!
    دکابل هوایی ډګر نوم، دپوهنتون نوم بیرته راګرځیدنه او امنیت نیول هغه ستر کارونه دی چې ډېر کم وخت یې عملی بڼه ونیوله.
    طالبان دسیاسی ډګر په لارو چارو کې بیړنی ګامونو ته ضرورت لری. دنړیوالو سره تعامل او تفاهم ،ناستې او ولاړې ، خبرې او اترې ، یو بین الدولی منطقی غوره پریکړه، دټولشمول حکومت معنا او تعریف ،مشروعیت او قانونی ماهیت نه سم پوهاوی له نړیوالو سره مبرم کار دی.
    زاخیلوال رښتیا داکتر دی؟یوډاکترخولید لوری ،سوچ، مسولیت ،برداشت ، وړاندیز او پوهه لری ما دهغه تبصره د طلوع له چینل څځه واورېده یو غل څنګه دا حق خان ته ورکوی چې دملت په برخلیک باندې خبرې وکړی. زاخیلوال څنګه اوچېرې تورونه ردوی؟ شپه که تیاره ده مڼې په شماردی .

  5. وایی:
    اسناد اختلا س وحشتناک در گمرکات تحت مدیریت

    عمر زاخیلوال
    روزنامه »نیويارک تايمز« به تاريخ ۱۱ نوامبر ۴۱۱۲ در گزارشی از فساد گسترده در بنادر کشور
    خبر میدهد. بر اساس اين گزارش، »با تخمین بسیار محافظه کارانه«، سا لانه ۰۱۱ میلیون دالر در
    گمرکات افغانستان چپاول میشود و از بررسی »بازرس ويژه امريکا برای بازسازی« )سیگار( نقل
    میکند که »افغانستان نیمی از عوايد گمرکی اش را در اثر فساد از دست میدهد«. اما دولت افغانستان
    از اين غارت سرمايه ملی به خوبی آگاه است و اسناد کافی به دست دارد، ولی آن را از ديد ملت مخفی
    ساخته است. »حزب همبستگی افغانستان« به اسناد معتبر »اداره عالی مبارزه با فساد اداری« و چندين
    نهاد ديگر دست يافته است که از جزيیات چپاول ده ها میلیون دالری در گمرکهای تحت مديريت عمر
    زاخیلوال پرده برمیدارد.
    با آغاز کار اشرف غنی به عنوان ريیس جمهور افغانستان، او در نخستین روزهای کار اقدام به برخی
    جابه جايی ها در حکومت کرد از جمله در نخستین روزها عمر زاخیلوال وزير مالیه حکومت فاسد
    کرزی را به عنوان مشاور اقتصادی خود به کار گماشت. زاخیلوال يکی از مهره های کلیدی در
    حکومت کرزی بود که شیريانهای اصلی منابع مالی و اقتصادی حکومت را در چنگ داشت. در کنار
    چپاول دهها میلیارد دالر کمکهای بادآورده از منابع خارجی، مقامات حکومت کرزی از درک عوايد
    داخلی نیز تا توانستند غارت کردند که حسابش برای هیچکس معلوم نیست. بیشتر عوايد داخلی
    افغانستان از ناحیه گمرکها بود که چپاول لجام گسیخته در آن جريان دارد. عوايد گمرکها از سوی
    وزارت مالیه جمع اوری میشود. اختلا س و سوءاستفادههای مالی در گمرکها بارها به بحثهای داغ
    رسانهای مبدل شدهاست.
    حدود دو سال پیش عزيزهل لودين، ريیس سابق اداره مبارزه با فساد اداری، در جلسه کمیسیون عدلی و
    قضايی ولسی جرگه در مورد میلیاردها افغانی اختلا س در بنادر حیرتان و تورخم گفت اما حکومت
    دزدپرور و فاسدپرور کرزی اصال به آن توجهی نکرد و حتا برای زيرزدن آن تالش صورت گرفت.
    سایت رسمی »ولسی جرگه« به تاریخ ٣٢ دلو ٠٢٣١ نوشت و …….ږ

  6. وایی:
    ئتلاف اصلی مقاومت ملی حالا ایجاد شده است، سر از زیرخانه ها به در کنید و در کنار احمد مسعود و قوای مقاومت ملی واقعی نجات ملی افغانستان ایستاده شوید. عقل همیشه حاکم بر عمر و کهن سالی است. این بار در کمک به یک جوان متعهد صف آرایی کنید، او را یاری و کشور را نجات دهید. حتمی نیست که صد ساله‌ی شیخ فانی باشید اما قوت تصمیم گیری نه داشته باشید. روز آزمون است، ببینید که حتا در داوری های جانب دارانه‌ی گزارش‌گری خانه های تان را توسط جوان نادانی به نام همایون افغان و تعداد دیگری به رخ مردم می کشند و اثری از بازتاب قصر های مجلل و ساختمان های حیرت آور کرزی، غنی، فاروق وردک، عمر زاخیلوال که حتا در کانادا سرمایه اش را کسی ندارد، مسلمیار، کمال ناصر اصولی و هزاران نخبه‌ی دیگر دزدان پشتون تبار دیده نه می شود. بیایید و شجاعت کنید و در کنار ملت ایستاده شوید تا پنهان کاری های سیاسی ‌‌و تباری دیگران را افشا و نزد تاریخ مبرا یا حد اقل تخفیف قضاوت نابخردی های بیست سال برخی های تان شوید. هر جا باشید تابع حکم الهی هستید اذاجاءاجلهم فلا یستأخرون ساعتاً ولایستقدمون.

    این

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب