شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو هلمند کې پر موسيقۍ، ږيرې خرييلو او ويښته جوړولو بنديز لګولی

طالبانو هلمند کې پر موسيقۍ، ږيرې خرييلو او ويښته جوړولو بنديز لګولی

تاند:( يکشنبه، د ميزان څلورمه) په هلمند کې د طالبانو د اسلامي امارت د‌ دعوت، ارشاد، امر بالمعروف و نهی عن المنکر مسوولینو د ورېښتیانو پر جوړولو، موسیقي اوریدلو او ږیره خریلو بندیز لګولی.

دوی سلمانيانو سره په غونډه کې ویلي: نور په خپلو سلمانیانو کې موسیقي مه ږغوئ د ځوانانو ورېښتیان سټایلي مه جوړوئ او ږیري دي نه خریل کیږي.

د طالبانو مرکزي ادارې په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

واک ته د رسېدو په لومړۍ ورځو کې طالبانو په دې مسايلو توندي نه کوله او چا ته یې په دې اړه څه نه ويل.

معلومه نه ده، چې دا پريکړه به ټول افغانستان کې عملي کيږي او که طالبان پکې بيرته نرمښت راولي.

په وروستيو کې داسې خبرونه هم ډېر دي، چې طالبان خپلو کې بېلابېلې ډلې دي، د نظر او عمل ژور اختلافات لري او ممکن د دغو پريکړو په اړه یوه خوله نه وي.

2 COMMENTS

  1. زانګه زانګه اوس د فکر په ټال زانګه
    تاته چا ویل چې د سیند منځ ته وردانګه
    چی انجام دی پریوتل نه دي نو څه دی
    چې پری ناست یې پری کوې هم هاغه څانګه
    شاعر: (؟)
    دا لویه بدبختی ده چې طالبان د خلکو په څانګه ناست دی او د خلکو څانګې پری کوي، د جنت او د دوزخ ته د تګ دوه شرطه دی: د حق الله (کلمه،لمونځ روژه،ذکات او حج) او حق العباد ( لا اکراه فی الدین……………..) ادا کوونه ده. ایا طالبانو خپل ځان ته د ۲۰ کلونو رنځ د دوی له ځپله لاسه نه وو؟ وو! همدا ملت یې له ځانه او خدای یې له ځانه ناراضه کړ او قدرت یې ورڅخه واخیست او یهود او نصارا یط په ځپله په ځان مسلط کړ!
    طالبان باید پوه شي چې په مسیقۍ بندیز د ساینس په واسطه نور ممکن نه دی ، که غواړئ چې خلک مسلمان پاتی شی او امارت دوام وکړي نو د خلکو د ږیرو او د موسیقۍ په شان خبرو نه تیر شی او خلکو د ږیری په ځای د خلکو د ګیډو غم وخوری!
    همیش خلیل(رح) فرمایي :
    د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم لویه خدایه زهم و چا چا ته سجده کړم
    ملګرتیا که څو رندان راسره وکړي دا حرم به یوه لویه میکده کړم

  2. د وحشت او نفرتونو په تیارو کې
    د لیوانو شرمخانو پادشاهی ده

    ترهه کرکه یو وحشت په هر ځای خور دی
    څه بلا بلا لیوانو زور واکي ده

    څوک ددین څوک د سیاست ټیکه داران دی
    د جاهل د قضاوت ذمامداری ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب