جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل هوايي ډګر بهرنيو الوتنو ته چمتو شو

کابل هوايي ډګر بهرنيو الوتنو ته چمتو شو

تاند:( یکشنبه، د میزان څلورمه) د طالبانو د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د کابل نړيوال هوايي ډګر د بهرنيو الوتکو الوتنو ته چمتو شوی.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دوی بهرنيو هوايي شرکتونو سره په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

طالبانو يادونه کړې، چې د هوايي ډګر د تخنيکي ستونزو او الوتنو د ځنډ له کبله له څه مودې راهيسې خلک ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو اسلامي امارت له بهرنيو هوايي شرکتونو غوښتي څو د پخوا په څېر خپلې الوتنې بیرته پیل کړي.

دغو شرکتونو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کابل هوايي ډګر د طالبانو له راتګ سره د لسګونه زره تښتيدونکو افغانانو د ډېرې ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ له وجې نیږدې ۱۰۰ ميليونه ډالره زیانمن او فعاليت يې ټکنی شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...