شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهخصوصي شرکتونه: د ملي انکشاف شرکت برخليک معلوم او زموږ پورونه راکړئ

خصوصي شرکتونه: د ملي انکشاف شرکت برخليک معلوم او زموږ پورونه راکړئ

تاند:( يکشنبه، د ميزان څلورمه) په کابل کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولینو نن د يوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ملي انکشاف شرکت برخليک معلوم او ور باندې د دوی شته پورونه ادا کړي.

د دغو شرکتونو مسوولینو دا هم وويل، چې متحده ایالات دې د افغانستان ۹,۵ ميليارده ډالره کنګل کړې پانګه بیرته افغانانو ته وسپاري، چې بحراني شوی اقتصادي وضعيت يې مهار شي.

ملي انکشاف شرکت د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له لوري د جمهوري ریاست په چوکاټ کې جوړ شوی و، چې د رغنيزو پروژو د عاجل تطبيق لپاره يې کار کاوه او لاسته راوړنې يې د پام وړ وې.

اوس د‌ دغه شرکت کارکوونکي رخصت او برخليک يې نامعلومه دی.

د طالبانو د مطبوعاتو دفتر یوه غړي بلال کريمي ويلي چې د هېواد د نورو اقتصادي ستونزو تر څنګ به دا ستونزه هم تعقيب او د حل لاره به ورته وموندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب