جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+چینای سوپرکېنګز، کلکلته هم له ماتې سره مخ کړه

چینای سوپرکېنګز، کلکلته هم له ماتې سره مخ کړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۴) د هند په سوداګریز ليګ، آی پي ایل ۳۸مه لوبه کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلکته نایټ رایډرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.

کلکتې لومړی د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کلکتې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې.

له ډلې يې راهول ۴۵، اندري رسل ۲۰ او نیټیش رانا ۳۷ او دینش کارتیک ۲۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

چینای سوپر کېنګز ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي توپ پوره او لوبه یې په دوه ویکټو وګټله.

رتوراج ګېکواډ ۴۰، ډوپلیسي ۴۴ او معین علي ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

په دې بریا سره چینای لوبډله د آی پي اېل لوبو د جدول په سر کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...