شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: د جلال اباد چاودنې د سیمه ییزو استخباراتو کار دی

طالبان: د جلال اباد چاودنې د سیمه ییزو استخباراتو کار دی

تاند:( یکشنبه، د میزان څلورمه) د طالبانو اسلامي امارت په لومړي ځل د دوی له واکمنیدو راهيسې له سيمه ييزو استخباراتو شکايت کړی.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي، چې د جلال اباد ښار په وروستيو چاودنو کې د دغو استخباراتو لاس دی.

حنفي له دغو استخباراتو څخه خپله موخه نه ده مشخصه کړې.

جلال اباد کې د تېرې اونۍ د پرله پسې چاودنو مسوولیت، چې تر ډېره يې هدف طالب ځواکونه وو، داعش ډلې پر غاړه اخيست.

مخکيني افغان حکومت هم په ډېرو نا امنیو کې سیمه ییز استخبارات ښکېل ګڼل، خو د هغوی هدف به ترې تر ډېره پاکستاني او ځینې وخت ایراني استخبارات وو.

معلومه نه ده، چې د طالبانو منظور له سيمه ييزو استخباراتو څه دی؟

د افغانستان تېر حکومت په هیواد کې د ناامني پړه د پاکستان پر پوځ او استخباراتو اچوله.

خو طالبان له تاجکستانه پرته د سيمې له نیږدې ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او دا ځینې یې اصلي متحدان ګڼل کېږي. د تاجکستان استخبارات دې حد ته لا نه دي رسېدلي چې په نورو هیوادونو کې چاودنې وکړای شی.

1 COMMENT

  1. Tajikistan is the best country & have a best president.
    he always speak for peace and human rights,
    only pakistan doing terroristy activity and terrorism is business for pakistan.
    thanks

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب