Homeخبرونهغزني کې د انسان تښوونکو پر ضد عملیات شوي

غزني کې د انسان تښوونکو پر ضد عملیات شوي

تاند:( يکشنبه، د ميزان څلورمه) د طالبانو اسلامي امارت په غزني کې د انسان تښوونکو پر ضد د عملياتو خبر ورکړی.

باختر دولتي خبري اژانس ليکلي، چې دا عمليات د نهو ورځو په موده کې تر سره شوي، چې يو انسان تښتونکی پکې وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي.

ويل شوي، چې د دوی له لوري تښتول شوی کس بیرته خوشې شوی.

د تښتول شوي کس په اړه څه نه دي ویل شوي.

پرون طالبانو په هرات کې د يوې نښتې پر وخت د څلورو تورنو انسان تښوونکو د وژلو خبر ورکړ، چې وروسته يې جسدونه د ښار په مختلفو برخو کې وځړول شول.

د دوی دا اقدامات د ولسي هرکلي ترڅنګ د منتقدینو له غبرګون سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...