جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاردوغان وايي، تر څو چې ټولشموله حکومت نه وي جوړ د کابل...

اردوغان وايي، تر څو چې ټولشموله حکومت نه وي جوړ د کابل د هوايي ډګر مسوولیت نه اخلي

تاند (دوشنبه، د میزان ۵) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په اړه تر هر ډول موافقې مخکې باید په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي.

مخکې تر دې چې طالبان کابل ونیسي، ټاکل شوې وه چې ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي چارو د مسوولیت ترڅنګ د دغه هوايي ډګر د اداره کولو چارې په غاړه واخلي.

وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیوه او د کابل نړیوال هوايي ډګر له تخنیکي پلوه غیر فعال شو، د ترک او امریکايي چارواکو ترمنځ د دغه هوايي ډګر د فعال ساتلو په اړه خبرې وشوې خو ترک پوځیان په کابل کې پاتې نه شول او ووتل.

ترکیې د کابل د هوايي ډګر د کنټرول او ساتنې لپاره له امریکا ملیاردونه ډالر غوښتل. تر کیه له اروپايي هیوادونو هم ملیاردونه ډالر په دې نوم اخلي چې اروپا ته د افغان کډوالو د تګ مخه نیسي.

اردوغان د یکشنبې په ورځ د امریکا سي این این تلویزیون ته وویل «په افغانستان کې اوسنی حکومت ټولشموله نه دی، ټولې خواوې پکې شاملې نه دي. نو تر هغو پورې چې وضعیت په همدې ډ‌ول وي موږ به په افغانستان کې حضور ونه لرو، خو که حکومت نور ټولشموله شو، موږ به هلته لاړ شو…»

د ترکیې ولسمشر په ځانګړي ډول د ښځو یادونه وکړه، ویې ویل «موږ هیله لرو چې ښځې د ژوند په ټولو برخو کې په افغانستان کې ډېرې فعالې وي. او کله چې د ژوند په هره برخه کې نورې فعالې شوې، موږ یې ملاتړ کولی شو.»

رجب طیب اردوغان په اسلامي هیوادونو کې اسلامپالی ولسمشر دی خو سختدریځی نه بلکې نرمدریځی مسلمان دی. ترکیه هغه اسلامي هیواد دی چې چټکه اقتصادي وده کوي او اټکلونه ښيي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به د نړۍ پر یوه ستر اقتصادي قدرت بدله شي.

3 COMMENTS

  1. ستا خبری په ځای خو زمونږ د شنو جاهلانو سره په دلیل او منطق خبری کول خپل ځان په رڼو سترګو تیریستل دی.
    د تالب د کړو وړو نه دا ښکاره ده چی د ټوپک په زور تر ارګ رارسیدلی او یوازی همدا دلیل او منطق پیژنی.
    مونږ افغانان د تالبانو نه د ټول شموله حکومت غوښتنه نه لرو بلکه مونږ له دوۍ څخه یوازی د انسان شموله حکومت غوښتنه لرو.
    د تالب اوسنی حکومت د انسانیت او اسلامی اساساتو په بنیاد نه بلکه دتور جهالت او تنګ نظرۍ په بنیاد ولاړ دی چی د اسلام د ټولنیزو اساسی او بنیادی اصلو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی.
    نړۍ هم باید د تالبانو نه د ټول شموله حکومت پر ځای د انسان شموله حکومت غوښتنه وکړی د یو داسی حکومت چی د انسانیت په بنیاد ولاړ او دولس د برحق ارمانونو ملاتړ وکړی.
    حمزه بابا څه ښه وايي:
    د مذهب دعوه دی پریږده سړیخوره
    ستا دعوه هله سهی ده چی انسان شی

  2. په ټوله تیره اداره کې یو جناب اشرف غني بابا وو او د ولس همدا غوښتنه ده نور ولس همدا د پردیو اجنټان په وزارت کې نه غواړي که چیرې همدا غلا مقرر شول دا پدې مانا ده چې وزارتونه په هیوادونو وویشل شول

  3. ټول شموله اصطلاح یوه مزخرفه غوښتنه ده او د نړۍ په هېڅ ګوټ کې ټول شموله حکومت شتون نه لري. هو، افغان شموله، هېواد پال شموله او اهل شموله حکومت به ډېر ښه وي. دلته د ټول شموله مطلب دا دی چې د هر هېواد په خوښه دې په حکومت کې د دوی کسان او جاسوسان وګمارل شي. همدا خلک ټول شموله حکومتونه لري؟ نه یې لري. د بېلګې په توګه ترکیه غواړي چې دوستم او ورته کسان په حکومت کې وي، ایرانیان غواړي د محقق او خلیلي په شانې خلک په حکومت کې وي، امریکایان خپل خلک غواړي او همداسې نور. تر ټولو ښه بڼه به یې دا وي چې د وزیر څخه لاندې څوکۍ چارپوهانو ته وسپارل شي. پاتې ټول طالبان چې جنګي مهارتونه لري، هغوی دې په پوځ کې جذب او تنخواوې دې ورکړل شي. طالبان دې نورو مسئلو لکه د نجونو زده کړې، د ښځو حقونه او یو شمېر مدني حقونو ته سملاسي پاملرنه وکړي. او که داسې نه کوي، کېدای شي د ډېرو مشکلاتو سره مخ شي. د افغانستان دښمنان هغسې هم پلمې لټوي. ایا امریکایانو د خپلې رالېږل شوې ډېموکراسۍ سره په معقوله توګه چلند او وده یې ورکړه او که بد نامه یې کړه؟ ایا هغه ډېموکراسي وه که انارشي یا ګډوډي؟ د یوه سرلوړي افغانستان په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب