جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهجلالي: غني ضد و نقيض دريځونه لري، اصلي دریځ یې نا معلوم...

جلالي: غني ضد و نقيض دريځونه لري، اصلي دریځ یې نا معلوم دی

تاند:( سې شنبه، د ميزان پینځمه) د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي، چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته يې د موقتې ولسمشرۍ اوازه وه، په يوه تازه مرکه کې بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني د ضد و نقيضو دريځونو په لرلو تورن کړی.

جلالي، چې اوس د واشنګټن د دفاعي پوهنتون استاد دی، ويلي، اشرف غني يو ځل له افغانستانه په نه وتو ټینګار کاوه، خو وروسته ولیدل شو چې ووت.

د‌ ده په باور، د طالبانو د واکمنۍ په اړه اوس هم د ښاغلي غني دریځ روښانه نه دی او متناقضو خبرو ته يې په کتو سره نه ده معلومه، چې آخر به څه کوي؟

ښاغلي غني په متحده عربي اماراتو کې په دې شرط له پناه څخه برخمن دی، چې سیاسي فعالیت به نه کوي.

وړمه ورځ د ښاغلي غني فیسبوک پاڼه هک شوه او د طالبانو په ملاتړ یو پوسټ پکې خپور شو. وروسته ولسمشر غني ته نژدې سرچینو وویل چې د ده فیسبوکپاڼه له لاهور څخه هک شوې وه خو د فیسبوک لهادارې سره د تماس په نتیجه کې یې بېرته کنټرول ترلاسه کړ.

3 COMMENTS

  1. ستا خو هم د ارګ ښورا ته ډوډی میده کړی وه ، ګمان کوم چه د خلیل زاد پشان ستا هم وچه وخوړه، ستاسی د څه شی دوکتوران او استادان وی، چه د مدرسی طالبانو در څخه د سیاست شطرنج و ګاټه

  2. داسی سری هم چندان زوی نهدیهسی نوم د استاد پری پروت دی، داسی استادان زموژ به سه درد خوری چی ملک ته فایدهه نه وی. خو راشی طالبانو ته مشوری ورکری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب