جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغانستان له چین سره په خپل ګډ اقتصادي دهليز کې شاملوو

پاکستان: افغانستان له چین سره په خپل ګډ اقتصادي دهليز کې شاملوو

تاند:( سې شنبه، د ميزان شپږمه) په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، چې هېواد يې له چین سره په ګډ اقتصادي دهليز کې د افغانستان د شاملولو نیت هم لري.

نوموړي رويټرز ته ويلي، چې له طالب مشرانو سره يې د خبرو عمده برخه د سیمې پر اقتصادي وضعيت را څرخي.

پاکستاني سفير په دې اړه نور څه نه دي ويلي.

طالب چارواکو هم په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

پاکستان په وروستيو کې له طالبانو سره د خپلو اړیکو او دوی څخه د دفاع په تړاو بېلابېلې څرګندونې کوي، چې د افغانانو د نارضايتۍ سبب ګرځي.

يو شمير اقتصادي شنونکي نيوکه لري، چې طالبانو د واکمنۍ په نيږدې يوه نېمه مياشتې موده کې يې د خلکو د معاشونو او حد اقل له بانکونو څخه د خلکو د خپلو پيسو ورکړه تنظيم نه کړای شوه او دغه ظرفيت ته په کتو سره به يې ګرانه وي، چې د افغانستان په ګټه بهرني اقتصادي تعاملات ولري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب