جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه م.م. کې د افغانستان استازي اسحاقزي له وینا کولو دډه وکړه

په م.م. کې د افغانستان استازي اسحاقزي له وینا کولو دډه وکړه

تاند (سې شنبه، د میزان ۶) په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازی غلام اسحاقزی وايي، د افغانستان د ملي ګټو او په م. م. کې د افغانستان د څوکۍ د ساتلو په خاطر یې عمومي اسمبلۍ ته له وینا کولو دډه وکړه.

ملګروملتو ښاغلي اسحاقزي ته بلنه ورکړې وه چې د دوشنبې په ورځ عمومي اسمبلۍ ته د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. خو له دې سره سره طالبانو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان په استازولۍ دې د طالبانو د قطر د دفتر غړي سهیل شاهین ته د وینا کولو موقع ورکړل شي.

په ملګروملتو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر ویلي چې غلام محمد اسحاقزي د عمومي اسمبلۍ ۷۶ غونډې ته د وینا نه کولو پرېکړه د ملګروملتو د یو شمېر مهمو غړیو په مشوره کړې ده.

د دغه دفتر پر اساس، ښاغلي اسحاقزی او د افغانستان د استازولۍ نور غړي به خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې چې طالبانو پر افغانستان حکومت کاوه، په ملګروملتو او له پاکستان، سعودي او متحده عربي اماراتو پرته د نړۍ په نورو ټولو هیوادونو کې د برهان الدین رباني استازي تر پایه پاتې شول ځکه چې نورو هیوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژانده. خو دا ځل نړیوالو د طالبانو د رسمیت پېژندلو شنه اشاره ورکړې او ویلي یې دی چې که طالبان ښځو ته حقونه ورکړي، بشري او نړیوال قوانین ومني، حکومت به یې په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. ګمان نه کوم چه دغه جناب به دومره فکر ولری خو بل چا منع کړی دی ، ځکه که د هیواد ګټو ته ژمن وی نو په هیواد به یی د بندیزو وړاندیز نه کولو ، چه هغه هم بیا ورسره نړی او امریکا و نه منلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب