دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې د یوې کورنۍ ۷ غړیو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان کې د یوې کورنۍ ۷ غړیو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۹مه) په لغمان کې د يوه کور د دېوال د نړېدو له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ اووه تنه مړه او ټپيان شول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکوي چې دغه پيښه د لغمان ولايت مرکز ته څيرمه د يونس چوک په سیمه کې شوې چې له امله يې د دې کورنۍ درې تنه غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دې کورنۍ غړي له د ګرمۍ له کبله له کوټې بهر ويده وو، چې دېوال راپرېوت.

که څه هم د دې پېښې کره لامل معلوم نه دی، خو په بېلابېلو سیمو کې وروستیو اورښتونو دېوالونه کمزوري او زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب