دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهپر اقلیم د وریځو د اغېز معلومولو لپاره سپوږمکۍ وتوغول شوه

پر اقلیم د وریځو د اغېز معلومولو لپاره سپوږمکۍ وتوغول شوه

تاند- د اروپا – جاپان یوه ګډه پرمختللې سپوږمکۍ فضاته توغول شوې په دې اړه څېړنه وکړي چې ورېځې پر اقلیمي بدلون څنګه اغیزه کوي.

موږ پوهیږو چې ځینې ټیټې ورېځې د د مځکې د کرې په سړولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې لوړې ورېځې د د کرې د تودولو لپاره د یوې کمپلې په توګه عمل کوي.

د ارت کېر (Earthcare)سپوږمکۍ ماموریت په اتموسفیر کې د تحقیق لپاره له لیزر  او رادار کار اخلي.

په کمپیوټري ماډلونو کې دا نه څرګندیږي چې وریځې په اقلیمي بدلون کې دقیقاً رول لري او که نه.

ارت کېر سپوږمکۍ ۲۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او د سسپېس ایکس شرکت له لوري له کلیفورنیا څخه قضا ته واستول شوه.دا سپوږمکۍ به له مځکې ۴۰۰ کیلومتره لوړه ځای پر ځای شي.په دې سپوږمکۍ کې ۴ وسیلې شته چې له اقلیم پېژندوندونکو سرخ مرسته کوي.تر ټولو ساده وسیله یې یوه کمره ده چې د سپوږمکۍ لاندې نصب شوې ده.همداراز اروپايي لیزر چې ټیټې وریځې څاري.جاپاني رادار د سپومکۍ په منځ کې دی او له هغه ځایه د ورېځو په منځ کې د رطوبت اندازه او پر ورښت (باران، واوره، ږلۍ) د بدلیدو څرنګوالی یې څاري.او یو راډویومتر هم پکې شته چې کار یې د دې محاسبه ده چې د لمر څومره انرژي د نور په بڼه فضا ته منعکس کېږي او یا د نورو وړانګو په بڼه فضا ته بېرته ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب