چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهیوناما: افغانستان کې هره ورځ ماین یو کس وژني، خو ماین پاکان...

یوناما: افغانستان کې هره ورځ ماین یو کس وژني، خو ماین پاکان خورا کم شوي

تاند (چهار شنبه، د جوزا ۹ مه) په افغانستان کې د ماین چاودنو د دوام له خبرونو سره هم مهاله، د  ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د دغه دوام یو اصلي دلیل په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ د کارکوونکو شمېر کموالی ښودلی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

 د یوناما د ماین پاکولو څانګې د مشر نایک پونده ویلي، ۲۰۱۱ کال کې پنځلس نیم زره ماین پاکانو افغانستان کې فعالیت کاوه، خو اوس یې شمېر درې زرو ته کم شوی دی.

د ماین پاکانو د شمېر د کمېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو یوناما ویلي چې افغانستان کې د ماینونو خطر لا هم پر خپل ځای دی او هره ورځ یو کس په کې وژل کيږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د سږ کال تر اپریل میاشتې پورې نژدې ۹۰۰ افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل یا ټپیان شوي دي چې دوه اتیا په سلو کې یې ماشومان دي.

خبر کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې خلک هغو سیمو ته سفرونه کوي چې پخوا ورته د جګړې له کبله نه شوای تلی، خو زیاته شوې چې خښ شوي ماینونه د خلکو دغه ازادي ګواښي.

یو شمېر خلک باور لري، چې د اقتصادي او بشري ناورین شدت سبب شوی چې بېوزلۍ ځپلي ماشومان دزړو اوسپنو د ټولولو په تکل کې پر ماینونو برابر او ژوند یې پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب