تاند (چهار شنبه، د جوزا ۹ مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوحې راتلونکې غونډه کې ګډون ته شین څراغ ښودلی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له یوه بحث وروسته نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر د غونډې د بحث کوونکو له قوله لیکلي: د دوحې د لومړۍ او دویمې غونډې پرتله دا ځل د غونډې د جوړونکو تعامل کې مثبت بدلون راغلی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې د دوی استازي د دوحې د راتلونکې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي، خو په وینا یې لا هم په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې د څرنګوالي وروستي جزیات شریک کړي.
د افغانستان په اړه د دوحې دوه مخکینۍ غونډې د ۲۰۲۳ کال په مې او د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې جوړې شوې وې.
ټاکل شوې دریمه غونډه کې د جون له دیرشمې د جولای تر لومړۍ نیټې په دوحه کې جوړه شي.
د دوحې د درېیمې غونډې په اړه پر طالبانو د دوی د یو شمېر مهمو متحدانو لکه: قطر، ایران او نورو فشار دی چې ناستې ته پلاوی واستوي.
له دې سره هم مهاله، د طالبانو په اړه د روسیې له تازه امتیازاتو ښکاري چې دغه هېواد طالبان دوحې ناستې ته د نه تلو یا د تلو په صورت کې نه نرمۍ ته هڅوي.