شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد حمزه بابا مزار ورغول شو

د حمزه بابا مزار ورغول شو

تاند (چهار شنبه، د جوزا ۹ مه) د پښتونخوا د خیبر په لواړګي( لنډي کوتل) کې د پښتو غزل د بابا امیرحمزه شینواري مقبره یو ځل بیا له سره ورغول شوه.

امیر حمزه خان شینواری، چې په حمزه بابا مشهور دی، په ۱۹۰۷ ز کال کې په لوړاګي (لنډي کوتل) کې زیږیدلی او په ۱۹۹۴ کال کې وفات شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د مزار د رغونې تر څنګ د حمزه بابا مقبرې سره یو فرهنګي مرکز او کتابتون هم پرانیستل شوی.

څرګنده نه ده، چې د هغه د مزار او شاوخوا تاسیساتو د رغونې لګښت چا ورکړی.

ګومان کیږي، چې دا لګښت به د نوموړي خپلوانو او مینه والو پرې کړی وي.

امير حمزه خان شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب