Homeخبرونهترکیې د طالبانو دیپلوماتانو ته د ویزې معافیت پای ته ورساوه

ترکیې د طالبانو دیپلوماتانو ته د ویزې معافیت پای ته ورساوه

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۹ مه) د ترکیې ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې افغان طالب چارواکو ته د دیپلوماتیکو ویزو معافیت لغوه دی.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د لاسلیک شوې حکم پر بنسټ، د ډیپلوماټیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د دوه اړخیزې لغوې په باب د ترکیې جمهوریت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت ترمنځ هوکړه لیک د روان ۲۰۲۴ د جون له لومړۍ نېټې لغوه دی.

د دوو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره دا موافقه د ترکیې ولسمشر د 2007 کال د سپټمبر په 29 نیټه لاسلیک کړې وه او د 2008 کال د جنورۍ په 8 نیټه د وزیرانو شورا له تصویبه وروسته نافذ شوه.

د دې پرېکړې معنا دا ده چې نور د طالبانو دیپلوماتان له ویزې پرته ترکیې ته تللی نه شي.

د ترکیې د ولسمشرۍ د دفتر په بیان کې دې ته کومه اشاره نه ده شوې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا پرېکړه ولې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...