په دې وروستیو کلونو کې، او په تېره بیا په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ځینی کسان د قبیلوي انسان، قبیلوی واکمنۍ، قبیلوي ذهنیت او قبیلوي کلتور/فرهنګ په شان، مفاهیم ډېر راوړي او داسې ښکاري چې دا حضرات په هېواد کې یوازې پښتنو ته د قبیلې په سترګه ګوري او په دې اند دي چې دا درانه خلک لا هم د انساني ژوندانه د پرمختیا د تاریخي طبیعی بهیر، په قبیلوي پړاو کې ایسار دي او له همدې امله د افغانستان ټولې جعرافیایي، تاریخي، سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي نیمګړتیاوې او ستونزې په همدې عامل پورې تړي؛ خو ځینې پوهان او ټولنپیژندونکی بیا ژور فکر کوي او وایي چې (قبیلوي ذهنیت، نه یوازې دا چې زموږ د هېواد د ټول خونړي تاریخ سرچینه بلل کیږی؛ بلکه د ټولو افغاني درنو قومونو او ختیځوالو په زړونو، مغزونو او ارواوو کې خورا ژورې ریښې لري او زموږ په ټول تاریخ، جغرافیه، هڅوب، ټولنه، دین او سیاست یې وزر غوړولې. د هر راز مثبت بدلون، ښاریتوب، مدني ژوند، پرمختګ او نوي کیدن دښمن باله شي او احتمالاً هر وخت یې پردیو یرغلونو ته لاره اوار کړې ده).([1])
د مسلمانانو تاریخ له دمشق او بغداد او اندلس څخه نیولې، تر منځنی آسیا او ایران، هند، سند او افغانستان پوری ټول د قبایلو په کیسو ډک دي. د دې ټولنو د ماتو او وروسته پاته کېدن یو عامل قبیلوي ژوند او اند دی چې تر اوسه ډېر نه دی څیړل شوی. زموږ په هیواد کې د یو شمېر پوهانو د لږ او ډېر ګټور کار تر څنګ، ځینو عمدا هڅه کړی چې لږ نوره تیاره هم خوره او زموږ د هېواد ځینې اوسیدونکي، د قبیلې په نامه وټکوي او ډېر بېځایه پیغورونه ورکړي. هغه کار چې د ګټې په ځای زیان اړوي او د خلکو تر مینځ واټنونه جوړوي.
سره له دې چې زموږ د هېواد د تاریخ سترو بدلونونو، ډېر شیان بدل کړي؛ خو د قبیلوی ذهنیت دنګه ودانئ، لا په ځای ولاړه ده او هيځ فرد، ډلې، کړئ، ګوند، تنظیم، خوځښت، غورځنک، پاچا، رهبر، مشر، کشر، امیر، غریب، فکر، تکلارې، کړنلارې او ایدیالوژي یې مخه نه ده نیولی.
باید ووایو چې قبیلویت او قبیلوی ذهنیت، په افغانستان کې په کوم ځانګړي قوم /پرګنه پورې اړه نه لری؛ بلکه زموږ ټولو په زړونو او فکرونو لکه (خپسه) غوندې لاسبرې دي، ټول يې په ځان کې د ننه کلابند کړي او په یو ډول نامحسوسه سپېڅلتیا بدل شوي([2]).
په دې ادعا به وروسته خبرې ولرو؛ خو مخکې تر دې چې د قبیلې په هکله څه ووایو، ښه به دا وی چې د بحث اصلی اصطلاحات لکه خاوره/ وطن، ملت، قوم، قبیله، طایفه او عشیره او پښتو ( ټبر/ سترخېل/ قبیله؛ خېل، تپه، پښه، پلرینه، کهول، ستره کورني، کورنۍ او احتمالا کندي یا ګنډه) په سمه توګه وپیژنو، چې د انساني ټولنو په جوړښت کې د قبیلې په ځای ځایګی سم پوه شو او دا هم واضح شي چې کوم پښتو نومونه له کومو عربي یا دري فارسي نومونو سره برابر دی؟
تعریفات:
الف – خاوره، مېنه، ټاټوبی، هېواد، وطن: په لومړي کتنه کې خاوره، مېنه، ټاټوبی، هیواد او وطن یوه معنی لری؛ خو له دی سپیڅلی نامه سره د انسان د عاطفي پیوستون، حقوقي او اداري ملحوظاتو او د استعمال د ځای ځایګي په توسن ( سبب) لږ او ډير توپیر لرلای شي.
خاوره Soil: د زمکی خاورې ته هم ویل کیږي. سوچه پښتو کلمه ده. د یو چا د استوګنې جغرافیه / هېواد / وطن هم خاوره بلل کېږي.
مېنه: مېنه هم سوچه پښتو کلمه ده. د یو چا د استوګنې کمکی سیمې ته مېنه ویل کېږي. کوچیان د خپلو ژمینو او دوبنیو استوګنې شنو سیمو ته مېنه وایی. اوس دا کلمه د ټول هېواد/ وطن د پاره هم تعمیم شوې ده.
ټاټوبی: ټاټوبی د هېواد/ وطن ښکلی پښتو نوم دی.
هېواد Country: هېواد هغه ځای ته ویل کېږۍ چې له ګاوندیو یا اوبو سره رسمي پولې ولری، خپلواکه وي؛ نوم، قانون، جنډه، سرود او دولتي تشکیلات ولری او په ملګرو ملتونو کې ثبټ وی. لکه افغانستان، هندوستان، مصر او داسې نور. داسې هېوادونه مرکزي حکومتونه لری او په خپل اداری جوړښت کې په ولایتونو، ولسوالو او ښاري سیمو وېشلی وي.
وطن Home یا Homeland: وطن هغه ځای ته وایه شي چې انسان پکې زېږېدلی وي او د سترګو د کسیو په شان پرې ګران وي. د مور-پلار د دایمی استوګنې سیمه وطن بلل کېږي. داسې انسان کېدای شي یل ځای زېږېدلی وی؛ خو له وطن سره یو ډول غریزي او طبیعي اړیکي احساسوي، چې همدې ته د وطن مینه یا ګرانښت وایي. هغه ځای چې یو څوک یې په خپله خوښه د استوګنې د پاره ټاکي، هم ورو- ورو د دویم- درېیم نسل د پاره په وطن بدلېدای شی([3]).
په ابادیس دکشنري کې د وطن له پاره د پلرني وطن Fatherland، مورني وطن Motherland ، Country ، Homeland، Soil او Mother Country نومونه هم شته([4]). د هر چا پلرنی وطن د ده وطن هم دی؛ خو کیدای شي چې مورنی وطن یې جلا وي.
ب — دولت/ سیاسي ټولنه یا State: ابادیس دکشنري دولت ته Administration او Government هم لیکی. دولت شتو او شتمنیو ته هم ویل کېږي. د دولت State د پاره داسې یو تعریف نشته، چې ټول دې پرې راضی وی او دا هغه سونزه ده چې د ایدیالوژیو ډېروالي زیږولې او هره ډله دولت ته په هغه سترګه ګوري چې دوی یې غوره بولي.
ماکس وبر وایی چې دولت هغه جبری سیاسی جوړښت دی، چې د حکومت یا اجراییه قوې د لارې، په یوه ټاکلې جغرافیایی سیمه کې، د قانون د عملی کولو د ځواک انحصار او د زور د کارولو وړتیا ولری.([5])
دولت یا د ټولنې تر ټولو لوړ او ځواکمن سیاسی جوړښت، د یوې اوږدمهاله، ورو او پرله پسې ودې په پایله کې مینځ ته راځي. دولتونه په ټوله نړئ کې یوځایي او یوځلي نه دي جوړ شوي؛ بلکه د خلکو د بېلابېلو پرګنو د طبیعی – فطري چاپېریال او ټولنیز کېدو د بهیر د چټکوالي او څرنګوالي په مرسته، په بېلابېلو ځایونو، وختونو او ډولونو جوړ شوی او وده کړې ده([6])
ټول خپلواک هېوادونه خپل -خپل دولتونه لری؛ خو کله په یوه فدرالي ټولنه کې ایالتونو ته هم دولتونه ویل کېږي، لکه په امریکا متحده ایایالاتو کې. ځينې وختونه داسې هم پیښ شوی چې د بل تر واک لاندې هېواد هم ځان ته دولت ویلي، لکه فرانسه چې د نازي جرمني تر لاس لاندې وه؛ خو ځان یې دولت باله.([7])
دولتونه معمولا د دې د پاره چې ولسواک وي او د واک او ځواک د انحصار په ماشین بدل نه شي، په دریو برخو وېشل کیږی:
الف — اجراییه قوه یا حکومت Government
ب — مقننه قوه/ پارلمان/ ملي شوری Parliament
ج — قضاییه قوه Judiciary
یو پیاوړي دولت دا درې څانګې لری: سیمه/خاوره، خلک/ نفوس او درېیم اداری- سیاسي ځواک. هر سیاسی نظام به هرومرو دا درې ځانګړتیاوې لری چې نړیوال یې ومني او په رسمیت وپیژني. خاوره او خلک د دولت د درېیمې څانګې یا سیاسي ځواک د پیاوړتیا ستنې بلل کیږي. لکه د امریکا متحده ایالات، چین، روسیه او هند چې په ملیونونو کیلومتره مربع پراخوالی او په سوونو ملیونه نفوس لري، دولتونه یې هم پیاوړي او د ډېر سیاسي واک او خواک لرونکي دي.
د دولتونو په هکله دېرې خبرې شته چې په دې لنډه لیکنه کې نه شي راتلی او مينه وال کولای شی چې په دې برخه کې تخصصي معلومات وکوي
ج — ملت Nation : ابادیس دکشنري، (ملت) خلک او پرګنې معنی کوي او (خلک)، (قوم)، (امت)، (مذهب)، (دین)، (شریعت، آیین) او حتی ( طایفه) یې مترادفات بولي([8]). د انګلیسي Nation په معنی ملت، د یو هېواد اوسېدونکو ته وایه شي.
ملت (مله/المله) – Nation هغه خلکو ته ویل کېږي چې ګډ نسب، تاریخ او ژبه او یو له بل سره نژدې اړیکې ولري او په یوه جغرافیایي سیمه کې واوسي([9]).
ابادیس هم په ګډ نسب، وینه او ژبه سربیره، جغرافیا یا سیمه هم د ملت د پاره مهمه بولي([10])
یو بل اخځ ملت هغه خلک بولي چې ګډه سیمه، هڅوب/ فرهنګ ، تاریخ، ژبه او ویاړونه ولری. دا کتاب ليکي ملت د خلکو ډله ییز/ جمعي پیژاند او له قوم څخه ډېر لوی دی. کېدای شي چې یو ملت له ګڼو اقوامو څخه جوړ شوی وي.([11])
اکسفورد دکشنري ملت د انسانانو هغه پرګنې بولي چې ګډه وینه او هڅوب ولری او په یوه ځانګړی جغرافیایي سیمه کې، د یو سیاسي ځواک تر ادارې لاندې واوسي. ([12])
د ملت د سیاسي او حقوقي پیژندګلوي په برخه کې، دوه نامتو ښوونځی شته. لومړی جرمنی او دویم فرانسوی. جرمني مفکرین او پوهان په وینه، قوم، ژبه او مذهب ټینګار کوي، په داسې حال کې چې فرانسویان د ګډ ژوند د پاره اراده مهمه بولي. فرانسویان هم د ملت په جوړښت کې د وینې، قوم، ژبې او مذهب توکي ( عناصر) مهم ګڼي؛ خو د یوې انساني ټولنې تمدن، هڅوب او معنوي عناصرو ته ډېر ارزښت ورکوی چې د دوی د ملي هویت پېژندګلوي ته لار اواروی.
بل لور برتانوي پوهان هغه پرګنې ملت بولي، چې سیاسي خپلواکي ولري او په یوه جغرافیایي سیمه کې استوګن وي؛ خو فرانسوي ژبي، ملت هغه خلکو ته وایي چې ګډه زېږسیمه او داسې متقابله اړیکې ولري چې یو په بل اغېز شیندي. دوی وایي که د کانادا د کیوبک ایالت فرانسوي ژبي، ځانونه فرانسوي بولي، خپلې تاریخي یووالي او ټولنې ته ګوته نیسي؛ خو ځانونه له کانادا څخه جلا یا کورواکه سیاسي سیمه نه بولي ([13]).
ملت هم لکه ډېر نور ټولنيز مفاهیم او ارځښتونه داسې واحد تعریف نه لري، چې ډېر د فکر خاوندان او ټولنپېژندونکي پرې قانع وي. د ملت د تعریف او پېژندنې له پاره د فرانسوي او جرمني ښوونځیو سربیره د اتریش او بلشویکي روسیې د ښوونځیو، په تعریفاتو کې هم ډېر توپیرونه شته. بله خوا ګڼ کيڼ اړخي، بورژواګان او د ملي خپلواکي غوښتونکی خوځښتونه او سیاسی ګوندونه، د ملت په هکله خپل خپل تعریفونه لري.
استالیڼ په کال ۱۹۱۳ کي لیکلي چې ملت د ژبې، خاورې، اقتصادي ژوند او رواني حالت د تلپاته توب هغه ګډون ته ویل کېږي، چې د تاریخ په بهیر کې پوخوالي( قوام) ته رسېدلی او د ملي هڅوب/ فرهنګ په ګډو ځانګړتیاوو کې افاده کېږي. په بله ژبه ملت د هغه انساني پرګنو یوځایتوب ته وایی چې په یوه اوږده زماني واټن کې، مینځ ته راغلی او څلور ځانګړنې ولری: د ژبې، خاورې، اقتصادي ژوند او رواني حالت ګډون/ اشتراک چې د ملي هڅوب په ګډو ځانګړتیاوو کې بیانېږي. د استالین په وینا که یوه انساني پرګنه دا شیان و نه لری، ملت نه ګڼل کېږي.
ستالین وایي چې ملت د پانګوالی د ټاکلي؛ خو مخ په وده پړاو یوه تاریخي مقوله ده چې پخوا یې وجود نه درلود. د استالین په اند په پانګوال پړاو کې کورنی بازار وده مومي، د خلکو تر مینځ اړیکي پیاوړی کېږي، لارې جوړېږي، د اړیکو دولونه او وسایل عصری کېږي، زده کړه او پوهنه عمومي کېږي، تکنالوژي په مخ ځي، سیاسی او ټولنیز بنسټونه پراخېږي او ملي پیوستون او ولسواکه نظامونه د ملت د جوړونې د تاریځي بهیر له پراختیا او ودې سره مرسته کوی([14])
خو نوې څېړنې وایې چې د ماشین له جوړېدو او پانګوالۍ څخه مخکې هم ملتونه وو. که یې وینه او ژبه یوه نه وه، اراده یې یوه وه. لکه له یو بل سره د ګډ خواږه ژوند اراده، د پردیو په وړاندې د یووالي اراده او د لویو کارونو د سر ته رسولو اراده. د دې څېړنو له مخې ملي احساس، ملي پیوستون او د خپل پېژاند/ هویت په هکله پوهه د ملت جوړونې له بهیر او د ملي دولتونو د جوړونې له کار سره مرسته کوي. د هند، افغانستان او اندونیزیا خلک په یوه ژبه خبري نه کوی او د واحدو قومونو وطنونه هم نه دی؛ خو لږ او ډېر ملتونه ګڼلی شی. په افغانستان او الجزایر کې دین او د خپلواکی جګړې خلک سره یو موټی او د ملت جوړونې او دولت جوړونې بهیرونه پیاوړي کړي او داسې نور. د ډيرو اعرابو دین او ژبه یوه ده؛ خو د یو هېواد استوګن خلک نه دي او یو ملت نه بلل کیږي.
د استالین د نظر مخالین وايي ملت جوړېدنه د پانګوال نظام په راتګ او پیاوړتیا پورې هېڅ اړه نه لری. دوی وايي چې دا بهیر له هغه وخته پیل شوی چې خلکو د اقوامو په بڼه یو د بل په څنګ کې استوکنه غوره او راکړه ورکړه پیل کړې ده. ښکاره خبره ده چې په ملتونو باندې د دې پرګنو د بدلیدو بهیر زرګونه کاله وخت نیولی دی،
پوهان په دې اند دي چې له یوقومي/ څوقومي دریځ څخه، د ملت کېدو خوا ته ورتګ د هڅوب، اقتصاد او اړیکو په برخو کې پرمختګ ته اړتیا لری چې دا خلک وکولای شي، یوه سیمه د یو سیاسی نظام په اداره کې راولي او یو دولت جوړ کاندي. ښکاره خبره ده چې دا د نړئ د هرې برخې د هر قوم/ اقوامو په هڅو پورې اړه لری چې کله، ولې، څنګه او چېرته د قوم/ اقوامو له پړاو څخه، د ملي پیوستون او ملت جوړونې خوا ته په مخ درومي او وده کوي.
د افغانستان یوه پخوانئ اونیزه ( جبهه ملي) چې ښاغلی عبدالرب اخلاق یې د امتیاز خاوند و، ليکي چې د پانګوال نظام په وده کې، بازارونه جوړېږي او پراخه اقتصادي فعالیتونه او مناسبات، هغه قومونه/ کامونه چې ډېر د وينې په ګډوالي ولاړ وی، د هېوادني، ژبني او فرهنګي شراکت خوا ته بیایي او ورو-ورو يې د ملت کېدنې بهیر چټکوی. دلته ښکاري چې لیکوال ملت کېدنه د بورژوازي پړاو د ټولنیزې ودې محصول بولي. په دې حساب ملت د ګډ هېواد، ژبې او فرهنګ په لرلو سربېره، په ستر او پراخه اقتصادي جوړښت کې، د افرادو د اوږدمهاله ګډون او راکړې ورکړې او پرمختګ پړاو بولي([15]).
[1] خواجه بشیر احمد، ذهنیت قبیلوی، انترنیتي نسخه، سریزه
[2]
[3] Virgool.io
[4] Abadis.ir
[5] fa.wilipedia.org
[6] ps.wikipedia.org
[7] ps.wikipedia.org
[8] Abadis.ir
[9] Online Dictionary of the Social Science
[10] Abadis.ir
[11] Fa.wikipedia.org
[12] Nation.new Oxford American Dictionary 2005
[14] iran-emrooz,net
[15] جبهه ملی، ۶۰ ګڼه، ۱۳۵۱ هه ش