یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهسر له نن څخه به دولتي مامورینو ته معاشونه حواله شي

سر له نن څخه به دولتي مامورینو ته معاشونه حواله شي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د طالبانو حکومت ویلي سر له نن شنبې څخه به ټولو مامورینو ته د جدي/مرغومي میاشتې معاشونه ورکړل شي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون (جمعه) ناوخته پر خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې ټول دولتي مامورین به د څلورو ورځو په ترڅ کې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت په پام کې لري چې لومړی د بهرنیو چارو، مالیې او دفاع وزارتونو د کارکوونکو معاشونه ورکړي او په بل پړاو کې د نورو ادارو معاشونه توزیع کړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو شاوخوا دوه میاشتني معاشونه ځنډولي چې دې چارې ګڼ مامورین اندېښمن کړي وو.

د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړي کال هم د ډیرو ملکي او پوځي مامورینو معاشونه څو میاشتې ځنډول شوي وو.

تېره میاشت په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د نوې دورې له پیلیدو او د هغه له لوري د درو میاشتو لپاره د امریکا د مرستو د ځنډېدو له اعلان سره سم په افغانستان کې د مامورینو معاش وځنډېده.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د امریکا له مرستو سره د افغانستان د معاشونو موضوع بې ارتباطه وبلله، ویې ویل چې د هېواد بودجه داخلي سرچینې لري او د بهرنیو مرستو په رسیدو یا نه رسیدو پورې تړاو نه لري

مجاهد د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو په اړه د اندېښنو په ځواب کې د دلوې د میاشتې په ۱۱مه په خپله ایکسپاڼه کې د مالیې وزارت له قوله لیکلي و چې د دلوې میاشتې په جریان کې به د یو میلیون او څلوېښت زره دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....