لیکوال: محمد محق
د فساد په اړه او د اسلام له نظره له فساد سره د مقابلې لارې چارې
- دفساد تعریف:
o فساد د صلاح ضد دی چې په حقیقت کې یې مانا له سمې لارې کږېدل دي. (18)
- قرآن له خپلو پیروانو غوښتي دي چې له هر ډول فساده دې ډډه وکړي:
o و لا تبغ الفساد فی الارض إن الله لا یحب المفسدین (19) ترجمه: او په ځمکه کې د فساد په لټه مه اوسه، ځکه چې الله مفسدان نه خوښوي.
- په تېره بیا که د چارو د اصلاح او تنظیم په برخه کې هڅې شوې وي، د فساد لپاره هڅه لا بده ده او قران په دې اړه تصریح کړې ده چې: و لاتفسدوا فی الأرض بعد إصلاحها” (20) ترجمه: او په ځمکه کې وروسته له هغې چې اصلاح رامنځته شوې ده، په فساد لاس مه پورې کوئ.
- مفسدان د اصلاح ادعا کوي: “و إذا قیل لهم لاتفسدوا فی الأرض قالوا إنما نحن مصلحون” (21).
- خو اهل فساد نه سمبالېږي:
o د هغه لومړني تصور برخلاف چې ځینې فکر کوي د فساد له لارې به یو ځای ته ورسېږي، قران وايي چې د خدای تکویني قانون دا دی چې د داسې کسانو کار به په اوږد مهال کې نه برابرېږي. “إن الله لا یصلح عمل المفسدین”. (22)
- اهل فساد د خدای د لعنت مستحق کېږی: “و الذین ینقضون عهده الله من بعد میثاقه و یقطعون ما أمر الله به أن یوصل و یفسدون فی الأرض أولئک لهم اللعنة و لهم سوء الدار” (23) ترجمه: او هغه کسان چې له خدای سره تړون تر تړلو وروسته بېرته ماتوي او څه چې ده فرمان ورکړی چې وصل شي، پرې کوي یې او په ځمکه کې فساد کوي، د خدای لعنت د هغوی دی او په بد عاقبت به اخته شي.
- څوک چې فساد ته مخه کوي د خدای له محبته محرومېږي:”و إذا تولی سعی فی الأرض لیفسد فیها و یهلک الحرث و النسل و الله لا یحب الفساد” (24) ترجمه: هر کله چې واک ته ورسېږي په ځمکه کې د فساد هڅه کوي او د طبیعت او ژوندي سارو د تباهۍ سبب کېږي، او خدای تباهکاري او فساد نه خوښوي.
- فساد د ځمکې پر مخ د لویو تباهیو سبب کېږي او د خدای عذاب راولي: “ظهر الفساد فی البر و البحر بما کسبت أیدی الناس لیذیقهم بعض الذی عملوا لعلهم یرجعون” (25) ترجمه: فساد په وچه او سمندر کې راڅرګند شوی او غالب شوی دی د هغه څه په خاطر چې خلکو کړي دي، چې له دې لارې د خپلو ځینو اعمالو جزا وڅکي. ښايي له دې لارې راستانه شي.
- مفسدان تاوان کوي او اهل خسران دي:”الذین ینقضون عهد الله من بعد میثاقه و یقطعون ما أمر الله به أن یوصل و یفسدون فی الأرض أولئک هم الخاسرون” (26) ترجمه: هغوی چې له خدای سره خپل تړون تر تړلو وروسته بېرته ماتوي او څه چې خدای فرمان ورکړی چې وصل شي، پرې کوي یې او په ځمکه کې فساد کوي، دوی تاوان کوونکي دي.
- فساد د انسانانو د خلقت له فلسفې او حکمت سره په ټکر کې دی: “قالوا أتجعل فیها من یفسد فیها و یسفک الدماء” (27) ترجمه: فرشتو خدای ته وویل ایا په ځمکه کې هغه څوک خلقوې چې فساد په کې وکړي او وینه وبهوي.
- مفسدان دې دا تمه نه کوي چې برخلیک به یې د صالحانو په شان وي:”أم نجعل الذین آمنوا و عملوا الصالحات کالمفسدین” (28) ترجمه: ایا هغه کسان به چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړي دي، د مفسدانو غوندي کړو؟
- د ابدي خلاصون شرط له فساده ډډه کول دي:”تلک الدار الآخرة نجعلها للذین لایریدون علوا فی الأرض و لا فسادا” (29) او د اخرت دنیا هغو کسانو ته ورکوو چې په ځمکه کې په دې لټه نه وو چې پر نورو غلبه وکړي او د فساد قصد یې نه درلود.
تر دې ځایه د فساد په اړه د قران مجید لیدلوری و چې په ټوله کې یې خپلو پیروانو ته داسې چوکاټ جوړ کړی چې په اخلاقي لحاظ باید ورته ژمن وي او له فساده ځان وساتي.
د اسلام د پیغمبر سنت هم د قران پر همدې تګلارې ټینګار کوي خو په لا تفصیل او د فساد لا مشخصو جزییاتو ته په اشارې سره.
لومړی د اسلام د پیغمبر ټینګار پر دې دی چې مسلمان انسان باید په هره برخه کې ښو کارونو ته مخه کړي او دا یې الهي فریضه ګڼلې ده: “إن الله کتب الإحسان علی کل شیئ..” ترجمه: خدای د هر کار سم ترسره کول فرض کړي دي. (30) همدارنګه ویلي یې دي: “إن الله یحب إذا عمل أحدکم عملا أن یتقنه” ترجمه: خدای دا خوښوي چې کله ستاسو یو څوک یو کار کوي هغه دې په بهترینه وجه سر ته ورسوي. ( 31)
دغو لارښوونو ته په پام سره، هر کار چې په صداقت ترسره نه شي، ناوړه او فاسد کار ګڼل کېږي.
د فساد نښې او مظاهر:
د نبوي احادیثو مطابق، فساد مختلفې نښې لري او له غیرقانوني لارو څخه د پیسو ګټل د فساد د مظاهرو یوه برخه ده. د اسلام پیغمبر توصیه کړې ده چې مسلمان انسان باید له حرام سره په تعامل کې حساس اوسي او دا برید دې په پام کې ونیسي:”إن الحلال بین و إن الحرام بین و بینهما أمور مشتبهات لایعلمهن کثیر من الناس، فمن اتقی الشبهات فقد استبرأ لدینه و عرضه” یعنې: هم حلال واضح دی او هم حرام، خو ځینې مسایل دي چې د دواړو په پوله کې واقع دي او شبهات نومېږي، که څوک له شبهاتو ځان لرې وساتي، هم به یې دین پاک ساتلی وي هم خپله ابرو. (32)
همدې مفهوم ته نږدې بله خبره یې په بل مناسبت کې کړې ده او پیروانو ته یې توصیه کړې ده چې له ناروا لارو د مال له پیدا کولو دې ډډه وکړي:”اجعلوا بینکم و بین الحرام سترا من الحلال، من فعل ذلک استبرأ لعرضه و دینه و من ارتع بینه کان المرتع الی جنب الحمی یوشک این یقع فیه و إن لکل ملک حمی و إن حمی الله فی الأرض محارمه” یعنې: د حلالو او قانوني لارو په وسیله د ځان او حرام تر منځ خنډ رامنځته کړئ، هر چا چې دغه کار یې وکړ، هم یې ابرو پاک پاتېږي او هم یې دیانت، خو که څوک له دې بریده واوښت او د ځان پر وړاندې یې داسې خنډ نه درلود، هغه به داسې کس غوندې وي چې په ممنوع پټیو کې (خپل څاروي) وپیايي چې ژر یا په ځنډ به په کې راګېر شي. پوه شئ چې هر پاچا ممنوع سیمه لري او په ځمکه کې د خدای له خوا ممنوعه شوې سیمه، د هغه د محرماتو پوله ده. (33)
همدارنګه ویلي یې دي: “الحلال بین و الحرام بین فدع ما یریبک إلی ما لا یریبک” یعنې: حلال او حرام واضح او د پېژندلو وړ دي، نو هغه څه چې مشکوک دي، پرې یې ږده او هغه څه ته مخه کړه چې شک او شبهه په کې نشته. (34) او اخطار ورکوي چې: “من نبت لحمه من السحت فالنار أولی به” یعنې: هغه څوک چې د بدن غوښې يې په حرامو لارو تغذیه شوې وي، د دوزخ لایق دي. (35)
په بل مناسبت کې یې د یوه غیراخلاقي تحول او د هغو ارزښتونو د راپرځېدلو خبر ورکړی چې د ښه او بد تر منځ پوله مشخصوي: “یأتی علی الناس زمان لایبالی المرء ما أخذ منه أ من الحلال أم من الحرام” یعنې: داسې وخت به راشي چې وګړی دې ته اهمیت نه ورکوي چې ګټلې یې له حلاله لاره وه که له حرامه. (36)
تر دې ځایه خبره د ټولو حرام خوریو وه چې فساد، اختلاس او له غیرقانوني لارو د پیسو ګټل رانغاړي. خو تر دې ورهاخوا، په نبوي حدیثونو کې د هغو موردونو خبره شوې ده چې د فساد لپاره لاره هواروي، یو مورد یې د امانت په ساتلو کې کمزوري ده. امانت په دیني روایتونو کې پراخ مفهوم لري په دې جمله کې، هغه مسوولیتونه هم دي چې په عمومي ډګر کې چا ته سپارل کېږي.
په یوه مورد کې ویل شوي دي چې د امانت ضایع کېدل داسې ګډوډي رامنځته کوي لکه په یوه ټولنه کې چې قیامت راشي. بیا یې اشاره کړې ده چې دلته د امانت منظور، په هغو مقامونو کې د اشخاصو ټاکل دي چې اهلیت یې نه لري:”فاذا ضعیت الأمانة فانتظر الساعة، قال کیف إضاعتها؟ قال إذا وسد الأمر إلی غیر أهله فانتظر الساعة” یعنې: هرکله چې امانت ضایع شو، د قیامت راتلو ته منتظر اوسه. چا پوښتنه وکړه چې دا به څرنګه وي؟ هغه ځواب ورکړ: هرکله چې ودې لیدل چې کارونه داسې کسانو ته سپارل شوي دي چې وړتیا یې نه لري، نو قیامت ته منتظر اوسه. (37)
کېدای شي چوکۍ د خپلوۍ او شخصي اړیکو له مخې چا ته وسپارل شي. دا کار د اسلام له نظره د فساد او د امانت د ضایع کولو یوه نمونه ګڼل کېږي. د اسلام پیغمبر ويلي دي:”من ولی من أمر المسلمین شیئا فأمر علیهم أحدا محاباة فعلیه لعنة الله، لایقبل الله منه صرفا و لا عدلا حتی یدخله جهنم”، یعنې: هر چا چې د مسلمانانو په منځ کې یو مسوولیت ترلاسه کړ او هغه د خپلوۍ له مخې څوک ورته مأمور کړي، هغه د خدای د لعنت مستحقېږي او وروسته بیا د هغه هېڅ فدیه او د تاوان ورکړه، نه قبولېږي تر هغې چې دوزخ ته لاړ شي. (38)
کله چې دا روحیه په ټولنه کې خوره شي، د امانت ساتل به له منځه ځي او خیانت به عامېږي او خلک به له داسې تنګسې سره مخ شي چې په سختۍ سره به امانتکاره انسان پیدا کړای شي. په ټولنپوهنه کې دغه حالت د بې قانونۍ قانوني کېدل بلل کېږي. د اسلام پیغمبر ویلي دي: “و یصبح الناس یتبایعون فلایکاد أحد یؤدی الأمانة فیقال إن فی بنی فلان رجلا أمینا، و یقال للرجل ما أعقله و ما أظرفه و ما أجلده، و ما فی قلبه مثقال حبة خردل من إیمان”، یعنې: داسې وضعیت به راځي چې کله خلک له یو بل سره راکړه ورکړه کوي، هېڅوک امانت نه مراعاتوي. تر دې چې د ځینو اشخاصو په اړه ویل کېږي چې فلان کس څومره پوه او ځیرک او چابک دی، حال دا چې په زړه کې به یې یوه ذره ایمان نه وي. (39)
په همدې وجه ایمان او امانتداري سره تړلي ګڼل شوي دي. د اسلام پیغمبر ویلي دي:”لا إیمان لمن لا أمانة له”، یعنې: څوک چې امانت نه ساتي، ایمان هم نه لري. (40) خیانت چې د امانتدارۍ ضد دی، د منافقت نښه بلل شوې ده:”و إذا اؤتمن خان”، یعنې: او هرکله چې منافق ته یو امانت وسپارل شي، هغه به په کې خیانت وکړي. (41)
په خیانت کې ورګډېدل، بد عواقب لري او له دین سره د شخص اړیکي پرې کوي. پیغمبر ویلي دي:”إن الله إذا أراد أن یهلک عبدا نزع منه الحیاء، فإذا نزع منه الحیاء لم تلقه إلا مقیتا ممقتا، فإذا لم تلقه إلا مقیتا ممقتا، نزعت منه الأمانة، فإذا نزعت منه الأمانة لم تلقه إلا خائنا مخونا، فإذا لم تلقه إلا خائنا مخونا نزعت منه الرحمة فإذا نزعت منه الرحمة لم تلقه إلا رجیما ملعنا، فإذا لم تلقه إلا رجیما ملعنا نزعت منه ربقة الإسلام”، یعنې: که څوک د خدای له لوري له هلاکت او بربادۍ سره مخ کېږي، پیل به یې له هغه څخه د حیا او شرم په ختمولو وي. کله یې چې حیا له لاسه ورکړه، هم به منفور شي هم متنفر. کله چې منفور او متنفر شو، امانتداري ورنه اخیستل کېږي او خیانت ته مخه کوي چې سروکار به یې له نورو خاینانو سره شي چې له ده سره هم خیانت کوي. بیا مهرباني او عاطفه ورنه اخیستل کېږي او څوک چې خپله انساني عاطفه له لاسه ورکړي، د خدای له درګاه څخه شړل کېږي او لعنت ورباندې کېږي. هغه څوک چې د خدای لعنت ورباندې شوی دی، له اسلام سره هېڅ پیوند نه لري. (42)
عمومي شتمنۍ د امانت ډولونه دي، لکه دولتي مالیات یا عمومي غنایم او نور. د شریعت په اصطلاح کې له داسې شتمنیو سره خیانت «غلول» بلل کېږي. قران ویلي دي:“و من یغلل یأت بما غل یوم القیامة ثم توفی کل نفس ما کسبت و هم لایظلمون” (43) ترجمه: او هر چا چې غلول وکړل په قیامت کې به له هغه مال سره احضار شي چې د خیانت له لارې یې ګټلی دی او وروسته هر څوک د هغه څه جزا ویني چې کړي یې دي، بې له دې چې پر چا ظلم وشي.
د اسلام پیغمبر هم په عمومي شتمنیو کې له خیانته پر ډډه کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي:”لا ألفین أحدکم یوم القیامة علی رقبته شاة لها ثغاء، و علی رقبته فرس له حمحة یقول یا رسوله الله أغثنی، فأقول لا أملک لک من الله شیئا، قد أبلغتک، و علی رقبته بعیر له رغاء، یقول یا رسول الله أغثنی فأقول لا أملک لک شیئا، قد أبلغتک، و علی رقبتة صامت، فیقول یا رسول الله أغثنی، فأقول لا أملک لک من الله شیئا، قد أبلغتک، أو علی رقبته رقاع تخفق، فیقول یا رسول الله أغثنی، فأقول لا أملک لک شیئا، قد أبلغتک”، یعنې: هسې نه چې د قیامت په ورځ ستاسو یو څوک ووینم چې پسه یا اس پر اوږه وړي او ما ته ووايي مرسته راسره وکړه، او زه ووایم د خدای د امر په مقابل کې څه درسره نه شم کولای، ځکه چې مخکې مې خبر کړی وې، او بل کس به اوښ پر اوږه ولري او ووایي چې له ما سره مرسته وکړه او ووایم زه څه نه شم کولای ځکه چې ما درته ویلي وو، او بل به د اوښانو ګله پر اوږه وړي او ما ته به وايي مرسته راسره وکړه، او زه ووایم چې څه نه شم کولای ځکه چې مخکې مې درته ابلاغ کړی و، او یو بل به د پوستکو یو بار پر غاړه ولري چې تر لاندې به یې کړوپ شوی وي او ما ته ووايي مرسته راسره وکړه، او زه به هماغسې ووایم چې زما له لاسه څه نه کېږي ځکه چې مخکې مې درته ویلي وو. (44)
څرګنده خبره ده چې د دې مثالونو هدف هغه شمتنۍ دي چې ځینې وګړي یې له عمومي شتمنۍ جېب ته وهي او دا چې اخروي عواقب یې درانه دي او کولای شو له غیرقانوني لارو څخه ترلاسه شوي هر ډول نقدي او غیرنقدي شته همداسې قیاس کړو.
خو په دې منځ کې څه چې اسلام ورباندې ټینګار کوي، د امانتدارۍ پراخ مفهوم ته پام اړول دي. امانت یوازې په یادو موردونو نه خلاصه کېږي. هم په عمومي حوزه کې او هم په خصوصي حوزه کې د هر ډول مسوولیت په غاړه اخیستل، په همدې اخلاقي قاعده کې شاملېږي او له هغې څخه سرغړونه په لویو ګناهونو کې حسابېږي. د اسلام پیغمبر ویلي دي:”کلکم راع و کلکم مسئول عن رعیته، الإمام راع و مسئول عن رعیته، و الرجل راع فی أهله و هو مسئول عن رعیته، و المرأة راعیة فی بیت زوجها و مسئولة عن رعیتها، و الخادم راع فی مال سیده و مسئول عن رعیته”، یعنې: تاسې هر یو سرپرستۍ لرئ او د هغوی پر وړاندې مسوولیتونه. پاچا او حاکم سرپرستان دي او د هغو کسانو پر وړاندې مسوولیت لري چې د دوی تر سرپرستۍ لاندې دي. مېړه د خپلې ښځې پر وړاندې سرپرست دی او مسوولیت یې لري. ښځه هم د مېړه د کور سرپرسته او مسووله ده. نوکر هم د خپل مالک د مال سرپرست دی او مسوولیت یې لري. (45) دا روایتونه که یو څه ساده ښکاري او له داسې تعبیرونو یې کار اخیستی چې د خلکو له پخواني قبیلوي ژوند سره سمون لري خو په خپلو ژورو کې څرنګه چې وویل شول، هم په عمومي حوزه کې هم په خصوصي حوزه کې د امانتدارۍ او مسوولیت پېژندنې پيغام لري.
له فساد سره د مقابلې لارې
اوس نو راځو دې ته چې څرنګه د ناروا او غیرقانوني ګټو مخه نیولای شو، دا که مالي او اقتصادي ناوړه ګټې وي، که اداري فساد او که نورې.
په دې اړه د اسلام لارښوونه دا ده چې شفافیت ته مخه کړئ او د هغو شیانو له پټولو ډډه وکړئ چې د ناوړې ګټې لپاره لاره هواروي.
کله چې د اسلام پیغمبر د خیبر له نامسلمانانو سره تړون وتاړه، شرط یې ورته دا کېښود چې مصالحه به یې تر هغې پورې دوام وکړي چې له کتمان او د واقعیتونو له پټولو ډډه وکړي. “فصالحوه… علی أن لایکتموا و لا یغیبوا فإن فعلوا فلا ذمة لهم و لاعهد”، یعنې: هغوی د اسلام له پیغمبر سره پر همدې اساس مصالحه وکړه چې هېڅ شی به نه پټوي. پیغمبر وویل که مو دا کار ونه کړ زموږ تر منځ به هېڅ ژمنه او تړون نه وي. (46)
پیغمبر له مسلمانانو هم غوښتي دي چې هغه مال دې نه پټوي چې د دوی شخصي مال نه وي.”من وجد لقطة فلیشهد ذا عدل أو ذوی عدل ثم لا یغیره و لا یکتم، فإن جاء ربها فهو أحق بها و إلا فهو مال الله یؤتیه من یشاء”، یعنې: هر چا چې یو مال یا ورک شوی شی وموند، باید دوه عادل کسان شاهد ونیسي او په هغه څه کې چې ده موندلي دي، هېڅ تغییر رانه ولي او له پټولو یې ډډه وکړي. که یې څښتن پیدا کړ، بېرته دې یې ورکړي ځکه چې هغه یې لا حقداره دی او که یې څښتن پیدا نه شو، د هغه مال په حیث دې یې نورو ته ورکړي چې په خدای پورې اړه لري خو پخپله دې ورنه استفاده نه کوي. (47)
خو شفافیت یوازې په مالي چارو پورې نه محدودېږي، بلکې هره موضوع چې له عمومي حوزې سره اړیکي لري، د شفافیت تر پوښښ لاندې راځي او د اسلام پیغمبر له مسلمانانو غوښتي دي چې د یوه عمل د سموالي او اخلاقيتوب ملاک دې د هغه په ښکاره کولو او علني کولو کې وګڼي.”الإثم ما حاک فی الصدر و کرهت أن یطلع الناس”، یعنې: ګناه هغه څه دي چې په زړه کې وسوسه رامنځته کړي او نه دې خوښېږي چې خلک ځنې خبر شي. (48)
د همدغو توصیو اثر و چې مسلمانانو په راوروسته دورو کې، په تېره بیا هله چې د قلمرو لمنه یې پراخه شوه او له عمومي حوزې سره د پراخو اړیکو زمینه برابره شوه، د شفافیت پر اړتیا ټینګار کاوه او په واقعیت کې تر هغه وخته پورې چې مسلمانانو دغه اصل مراعاتاوه، لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو ته رسېدل او د اسلامي ټولنو دروني ستونزې څو ځله کمې وې. د مسلمانانو دویم خلیفه، عمر فاروق، سعد بن ابي وقاص ته چې هاغه مهال د عراق والي و، په یوه لیک کې داسې لیکلي وو:”عد مرضی المسلمین و اشهد جنائزهم و افتح بابک و باشر أمرهم بنفسک فإنما أنت رجل منهم، غیر أن الله جعلک أثقلهم حملا، و قد بلغنی أنه فشی لک و لأهل بیتک هیئة فی لباسک و مطعمک و مرکبک لیس للمسلمین مثلها، فإیاک یا عبدالله أن تکون بمنزلة البهیمة التی مرت بواد خصیب فلم یکن لها الا السمن و إن حتفها فی السمن، و اعلم أن للعامل مردا إلی الله، فإذا زاغ زاغت رعیته، و إن أشقی الناس من شقیت به رعیته”، یعنې: د مسلمانو ناروغانو عیادت وکړه او په جنازو کې یې ګډون وکړه او د کور ور دې د خلکو پر مخ خلاص پرېږده او د هغوی کارونه مستقیماً ته پخپله مخ ته بوځه، ځکه چې ته یو له هغوی څخه یې په دې توپیر سره چې خدای ستا مسوولیت ډېر کړی دی او ما ته خبر رارسېدلی چې تا او کورنۍ دې په جامو خوړو او د سپرلۍ په وسایلو کې تغییرات راوستي دي او داسې شیان لرئ چې د عامو خلکو لپاره نه دي. له خدایه پروا وساته اې د خدای بنده، هسې نه چې لکه هغه څاروي اوسې چې د ابادې ځمکې په لیدو څري چې چاغ شي، ځکه چې چاغي به یې د هلاکت سبب شي. پوه شه چې هر مسوول به اخر د خدای لوري ته ستنېږي او که په کږو لارو لاړ شي، تر لاس لاندې وګړي به یې هم منحرفېږي او تر ټولو بد کس هغه دی چې خلک یې له لاسه په بدمرغۍ کې ولوېږي. (کتاب المساءلة)
مشهور مسلمان عالم، ابن خلدون هم همدې اصل ته په پام سره ویلي دي:”أساس الفساد هو الولع بالحیاة المترفة بین أفراد الجماعة الحاکمة”، یعنې: د فساد بنسټ تجملاتي او د زیات لګښت ژوندانه ته د واکمنې ډلې شدید حرص او میل دی. (49)
له فساد سره د مقابلې بله لاره حساب ورکول او ځواب ورکول دي.
یوه له هغو موضوعاتو چې په قران کې پیروانو ته په تکرار سره راغلې، دا ده چې هغوی د خپلو اعمالو او کړنو په خاطر له حساب کتاب سره مخ کېږي. “لایسأل عما یفعل و هم یسألون” (50) ترجمه: او هغه یعنې خدای، د هغه څه په خاطر چې کوي یې تر پوښتنې لاندې نه راځي خو انسانان تر پوښتنې لاندې راځي.
د اسلام پیغمبر د دې خبرې په توضیح کې چې کومې اساسي پوښتنې له انسانانو څخه کېږي، ویلي دي:”لا تزول قدما عبد یوم القیامة حتی یسأل عن عمره فیم أفناه و عن عمله فیم فعل و عن ماله من أین اکتسبه و فیم أنفقه و عن جسمه فیم أبلاه”، یعنې: د قیامت په ورځ مخکې له دې چې بنده له خپل ځایه ګام پورته کړي، باید د څلورو شیانو ځواب ورکړي: له خپل عمره چې په کومه لاره یې سر ته رسولی دی، له خپل عمله چې څه و، له خپل ماله چې له کوم ځایه یې ترلاسه کړی و او په کومه لاره یې لګولی و، له خپل بدنه چې په کوم کار یې زوړ کړی دی. (51)
د انسانانو د اعمالو ارزونه او ځوابونه یې هم په دنیا کې کېږي، هم په اخرت کې، په قران کې راغلي دي:”و قل اعملوا فسیری الله عملکم و رسوله و المؤمنون و ستردون إلی عالم الغیب و الشهادة فینبئکم بما کنتم تعملون” (52) ترجمه: “او ووایه چې تاسې خپل کار وکړئ، هم خدای، هم یې پیغمبر او هم مومنان ستاسو عمل ګوري او وروسته د هغه ذات خوا ته ورستنول کېږئ چې په پټو او ښکارو پوه دی چې څه چې مو کړي دي، بېرته به یې درته ووايي”. البته د دې منظور چې مومنان یې ویني دا دی چې د هغوی له قضاوت سره مخ کېږئ او که مو کوم ناروا عمل کړی وي، نوم او حیثیت به یې بربادېږي.
په مالي چارو کې حساب ورکول خاص اهمیت لري. د پیغمبر په زمانه کې د”أزد” د قبیلي یو کس د یوې سیمې د مالیاتو د راټولولو مسوول شو. کله چې هغه مدینې ته راستون شو، د مالونو یوه برخه یې وسپارله او ویې ویل چې بله برخه یې خلکو ما ته په تحفه کې راکړې ده. پیغمبر د ده له دې کاره ناخوښه شو او ویې ویل:”ما بال الرجل نستعمله علی العمل مما ولانا الله فیقول هذا لکم و هذا أهدی إلی، فهلا جلس فی بیت أبیه أو بیت أمه، فننظر أ یهدی إلیه أم لا؟”، یعنې: ولې هغه څوک چې موږ یې په یوې دندې ګومارو، وايي چې دا ستاسو دي او دا هغه سوغات دي چې ما ته راکړل شوي دي، ولې هغه د خپلې مور یا د خپل پلار په کور کې نه کېناسته چې وګورو بیا هم څوک ورته سوغات ورکوي که نه؟ (53) څنګه چې لیدل کېږي، هغه مهال چې یو څوک یو مسوولیت په غاړه لري، په تېره بیا مالي مسوولیت، د اسلام له نظره د سوغاتونو منل ورته ناروا دي ځکه چې دا سوغاتونه د رشوتخورۍ او له دندې او مقام څخه د ناوړې ګټه اخیستنې زمینه برابروي.
مسلمان حاکم د دې لپاره چې د ځواب ویلو لپاره لاره خلاصه کړي، باید خلکو ته دا جرأت ورکړي چې هرکله له ده څخه لاره کږېږي، خلک دې ورباندې نیوکه وکړي. په حکومتولۍ کې د پیغمبر د یارانو عملي تجربه همداسې وه. کله چې ابوبکر صدیق د مسلمانانو لومړنی خلیفه وټاکل شو، هغه په خپله لومړۍ عمومي وینا کې خلکو ته وویل:”إنی ولیت علیکم و لیست بخیرکم، إن أحسنت فأعینونی و إن أسأت فقومونی”، یعنې: زه پر تاسو د حکومت کولو لپاره غوره شوی یم حال دا چې ستاسو بهترین نه یم. که مې ښه کار وکړ، راسره مرسته وکړئ او که مې بد کار وکړ، لارې ته مې سم کړئ.
دویم خلیفه، عمر فاروق هم د خپل خلافت په دوران کې خلکو ته داسې اعلان وکړ:”أیها الناس من رأی منکم فی اعوجاجا فلیقومه”، یعنې: اې خلکو! په تاسو کې هر څوک چې په ما کې یې انحراف ولید، ما دې سمې لارې ته راولي. د خلکو له منځه یو څوک پاڅېد او ورته ویې ویل: په خدای قسم چې که ته کوږ شوې، تا به په تورې سره سم کړو. خلیفه یې په ځواب کې وویل: “الحمد لله الذی جعل فی هذه الأمة من یقوم عمر بسیفه”، یعنې: د هغه خدای ستاینه کوم چې په دې امت کې یې داسې کسان راوستي دي چې عمر به په خپلې تورې سره سم کړي. څرنګه چې لیدل کېږي، خلیفه د خلکو له دې ډول غبرګونه نه یوازې دا چې غوسه نه شو، بلکې خوشحالي یې هم وښوده. د تاریخ په هغه پېر کې او په هغه محیط کې چې تر دې مخکې یې هېڅ قانون او تمدني نظم نه درلود، داسې تجربه یو لوی اخلاقي تحول و. د دې تحول وجه دا وه چې اسلام په دې برخه کې ټینګار کړی و او مسلمانان له دیني ارشاداتو پوهېدلي وو چې باید دا موازین مراعات کړي. حتا روایت دی چې حضرت عمر به ویل:”أحب الناس إلی من رفع إلی عیوبی”، یعنې: ما ته هغه څوک تر ټولو عزیز دی چې زما عیبونه او نیمګړتیاوې راوښيي. دویم خلیفه په یو بل مناسبت کې وینا ته پاڅېد او خلکو ته یې وویل: اې خلکو واورئ! د ډلې له منځه سلمان فارس پاڅېد او ویې ویل: موږ ستا خبرو ته غوږ نه نیسو. ده پوښتنه وکړه چې ولې؟ سلمان وویل له هغو جامو څخه چې بیت المال ته رسېدلي وو هر چا ته دې یوه یوه برخه ورکړه خو پخپله دې دوې برخې واخیستې چې اوس دې اغوستې دي. عمر وویل: زه شاهد لرم چې تر یوې برخې زیاته راته نه ده رسېدلې خو دا چې د جامو د جوړلو لپاره بس نه وه، زوی مې عبدالله خپله برخه ما ته وبخښله او هغه اوس دلته حاضر دی. سلمان وویل اوس نو چې هرڅه وایې، ویې وایه چې وایې ورو.
وینو چې په مالي چارو کې ځواب ورکول څرنګه د لومړنیو مسلمانانو په منځ کې په یوه عمده ټولنیز ارزښت بدل شوی و چې د حکومت د لوړترین مقام په وړاندې یې هم ځنې نه تېرېدل او حاکمان هم نه یوازې دا چې دا کار یې بد نه اېساوه، بلکې هرکلی به یې هم ورته ویل. په دې اړه نور روایتونه هم شته چې د بحث د اوږدېدو د مخنیوي په خاطر ځنې تېرېږو.
یوه لیکوال په دې اړه چې د مسلمانانو دویم خلیفه د شفافیت او ځواب ورکولو لپاره څه ډول میکانیزم رامنځته کړی و چې مالي او اداري فساد ته لاره پاتې نه شي، دغه مطالب یاد کړي دي: “د نورو حکومتونو لکه د ساساني امپراتورۍ له اداري تجربو څخه په استفادې سره د دېوانسالار نظام ایجادول، د والیانو لپاره د مالي سیاست مشخصول او ورته کافي تنخواه ورکول چې له دولتي مالونو د استفادې اړتیا پاتې نه شي، وظیفې ته تر ګومارلو مخکې د والیانو د شمتنۍ تخمینول، په تجارت او مالي راکړه ورکړه کې د مسوولینو د بوختېدا مخنیوی، پر دې ټینګار چې قوانین او فیصلې دې پر خپلو قریبانو او اولادونو بې کمی تطبیق کړي، د مسوولینو د کارونو د څېړلو په خاطر د پلټونکو استول، په عمومي مراسمو لکه حج کې د خلکو د نظرونو پوښتل، مسوولینو ته دا فرمان ورکول چې هرکله له یوې وظیفې راستنېږي باید د ورځې له مخې ښار ته راننوځي نه د شپې له مخې چې ولیدل شي چې غیر له خپل قانوني ملکیت څخه نور منقول مالونه له ځانه سره رانه وړي”. (الطوخی، ص 256).
د مسلمانانو په تاریخ کې پر دې عملي تجربو سربېره، د اسلام له اخلاقي لارښوونو او حقوقي ارشادتو په الهام سره داسې هڅې شوې دي چې د حاکمانو کړنې قانون ته تابع اوسي او د اختلاس او فساد مخه ونیول شي. دا سمه ده چې دغه هڅې به د اوسنیو هغو غوندې تدوین شوې نه وې او غالباً یې فردي بڼه درلوده او په دې دلیل چې بنسټیز شوې نه وې، هر وخت نه مراعاتېدې او په تاریخ کې ورنه سرغړونې هم شوي دي خو د دې هڅو ذات په پخوانۍ زمانه کې د یوې تمدني تجربې په حیث، ځانګړی ارزښت لري او کولای شي د یوه پخواني سنت په توګه د پام وړ وګرځي او له اوسنیو شرایطو سره سم د لا مهمو ګامونو د پورته کولو لپاره د الهام منبع شي.
په دې برخه کې د کتابونو درې ډلې یادولی شو چې له فساد سره د مقابلې او د حاکمانو د کړنو د ښه کولو لپاره تیوریکي هڅې راښيي. یوه ډله یې د نصیحة الملوک په عنوان پېژندل کېږي چې امام غزالي او نورو لیکلي دي او تر ډېره بریده د هغو لیکونو بڼه لري چې د وخت حاکمانو ته یې لېږلي دي او هغوی ته یې په حکومتولۍ کې د قانون او اخلاقو د مراعاتولو سپارښتنه کړې ده. د دې کتابونو یوه برخه لاهم شته. د فارسي ادبیاتو یو له تر ټولو مهمو متنونو څخه چې د سعدي ګلستان دی، حاکمانو ته دا ډول نصیحت وزمه لیکنې راخیستې دي.
دویمه ډله کتابونه د ځینو فقیهانو په لاس لیکل شوي دي چې د “الاحکام السلطانیة” په نامه پېژندل کېږي. په دې اړه تر ګردو مشهور کتاب د شافعي فقیه، ابوالحسن ماوردي دی چې د څلورمې او پنځمې پېړۍ په منځ کې قاضي القضات و. بل کتاب د حنبلي فقیه ابو یعلی فرأ دی چې دی هم په هماغه وخت کې اوسېده او کتاب یې هم هماغه نوم لري.
په درېمه ډله کې هغه کتابونه دي چې د مسلمانانو په تاریخ کې ځینو سیاستوالو لیکلي دي او د حکومت د قانونمندۍ او تدوین لپاره یو ډول هڅه بلل کېږي. په دې برخه کې تر ټولو مشهور کتاب د خواجه نظام الملک طوسي دی چې په پنځمه هجري پېړۍ کې اوسېده او په 1092 میلادي کې وفات شوی دی. هغه د سلجوقیانو په عصر کې تر دېرشو زیات کلونه د خورا تجربه کاره صدراعظم په حیث دنده ترسره کړې وه او هغه مدرسې چې ده تاسیس کړې دي د نظامیه په نامه یادېږي او په پخوانۍ زمانه کې په خورا مهمو روزنیزو مرکزونو کې شمار وې. ده د سیاستنامه په نوم یو ارزښتمن کتاب کښلی دی. قابوس نامه د دې ډلې بل کتاب دی چې په 475 هجري کې لیکل شوی دی. لیکوال یې عنصرالمعالي کیکاوس بن وشمګیر دی چې د اوسني ایران په ځینو سیمو (آل زیار) کې حاکم و. البته یاد اثار پر خپلو اصلي موضوعاتو سربېره، د پخواني ادبي نثر په ډګر کې هم د لوړ اعتبار خاوندان دي.
له دې مبحثه دا نتیجه اخیستلی شو چې مالي او ادراي فساد هغه افتونه دي چې له اسلامي ارزښتونو سره نه جوړېږي او په دې برخه کې اسلامي لارښوونې ایجابوي چې باید ورسره د مقابلې لپاره جدي تدبیرونه ونیسو. په دې برخه کې کولای شو هم له قران او نبوي حدیثونو استفاده وکړو، هم د لومړنیو مسلمانانو له عملي تجربې او هم په راوروسته پېړیو کې د اسلامي پوهانو له اثار او تالیفاتو.
البته کېدای شي د پخواني عصر تجربې ونه شي کولای په اوسنیو شرایطو او ننني پېچلي ژوند کې پوره په درد ولګېږي خو د اسلامي تعلیماتو له نظره کومه مانع ورته نشته چې د نورو ملتونو له تجربو او هغو بریاوو استفاده وکړو چې د رڼو او شفافو میکانیزمونو په جوړولو کې یې دوی کامیاب کړي دي. د اسلام پیغمبر ویلي دي:”الکلمة الحکمة ضالة المؤمن حیثما وجدها فهو أحق بها”، یعنې: د حکمت خبره د مومن انسان ورکه ده چې هر چېرته یې ومومي، تر نورو یې دی زیات حقداره دی. (54)
مل لیکونه:
1- دا وینا د 1390 د کب په 20 مه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په وېبپاڼه کې خپره شوې وه. د ښځې فرع والی د دې وینا د پنځمې مادې په دال بند کې یاد شوی و.
2- سوره نساء، آیه 1.
3- ابن عربي، تفسیر، ج 1، ص 137.
4- فخر رازي، تفسیر کبیر، ج 9، ص 478.
5- احمد مصطفی المراغي، تفسیر المراغي، ج 4، ص 177.
6- محمد طاهر بن عاشور، التحریر و التنویر، ج 4، ص 10.
7- محمد جواد مغنیه، تفسیر کاشف، ج 2، ص 244.
8- سید محمود طالقاني، پرتوی از قرآن، ج 6، ص 16.
9- محمد تقي المدرسي، من هدی القرآن، ج 2، ص 13.
10- سید قطب، فی ظلال القرآن، ج 1، ص 547.
11- سنن ابي داود، کتاب اللباس، حدیث 3494.
12- سنن ابي داود، کتاب الصلاة، حدیث 959.
13- صحیح مسلم، کتاب الصیام، حدیث 1902.
14- ابن تیمیه، اقتضاء الصراط المستقیم، ص 50.
15- سوره توبه، آیه 37. “إنما النسیئ زیادة فی الکفر..”
16- الاهرام الرقمی، 15 اپریل، 2012.
17- له دې موضوع سره د لا اشنایۍ په خاطر دغو اثارو ته مراجعه وکړئ: فهد بن صالح العجلان، الانتخابات و أحکامها فی الفقه الإسلامی، جامعة الملک سعود-ریاض، محمد یسری ابراهیم، المشارکات السیاسیة المعاصرة فی ضوء الشریعة الإسلامیة، دار الکتب المصریة، عمر سلیمان الأشقر، حکم المشارکة فی الوزارة و المجالس النیابیة، دار النفائس، عمان، الاردن.
18- تفسیر قرطبي، ذیل آیه 11 سوره بقره.
19- سوره قصص، آیه 77.
20- سوره اعراف، آیه 56.
21- سوره بقره، آیه 11.
22- سوره یونس، آیه 11.
23- سوره رعد، آیه 25.
24- سوره بقره، ایه 205.
25- سوره روم، آیه 41.
26- سوره بقره، آیه 27.
27- سوره بقره، آیه 28.
28- سوره ص، آیه 28.
29- سوره قصص، ایه 83.
30- صحیح مسلم، حدیث 3594.
31- صحیح الجامع الصغیر، حدیث 1880.
32- متفق علیه.
33- صحیح الجامع الصغیر، حدیث 152.
34- هماغه، حدیث 3194.
35- مستدرک حاکم، حدیث 3227.
36- صحیح البخاري، کتاب البیوع.
37- هماغه، حدیث 57.
38- مستدر حاکم، حدیث 7075.
39- صحیح البخاري، حدیث 6681.
40- صحیح الجامع الصغیر، حدیث 7179.
41- صحیح البخاري، حدیث 33.
42- سنن ابن ماجه، حدیث 4034.
43- سوره آل عمران، آیه 161.
44- صحیح البخاري، حدیث 2843.
45- هماغه، حدیث 843.
46- سنن ابي داود، حدیث 2610.
47- صحیح الجامع الصغیر، حدیث 2880.
48- ابن خلدون، المقدمة.
49- سوره انبیا، آیه 23.
50- صحیح الجامع الصغیر، حدیث 7300.
51- سوره توبه، آیه 105.
52- صحیح البخاري، حدیث 6586.
53- سنن ترمذي، حدیث 3464.