چهارشنبه, فبروري 11, 2026
Home+څنګه پوی شو چې هګۍ وروسته نه ده؟

څنګه پوی شو چې هګۍ وروسته نه ده؟

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲مه) تقریباً ټول خلک هګۍ که په اوونۍ کې نه وي په میاشت کې خامخا خوري او ډېر داسي خلک هم شته چې هره ورځ هګۍ خوري. د متخصصانو په وینا، که هګۍ په سم ډول په فریج/ یخچال کې کېښودل شي، نو له درېیو تر پنځو اوونیو پورې خوندي پاتې کېدای شي، نو ځکه په یخچال کې د څو اوونیو زړې هګۍ لازماً خرابې نه وي.

متخصصان وایي چې د هګیو د ساتنې موده نسبتاً اوږده ده، خو غوره ده چې هګۍ د یخچال په دروازه کې ونه ساتل شي، بلکې د یخچال تر ټولو په یخو برخو کې کېښودل شي. سره له دې، ډېر وخت داسې کېږي چې هګۍ د پخولو لپاره ماته شي او خرابې راووځي، چې له امله یې ټول خوراک ضایع شي.

متخصصانو وايي، یوه ساده لار شته چې مخکې تر دې چې هګۍ ماته کړو د هغې خرابوالی یا خوساتوب ځان ته معلوم کړو.

یو ګیلاس سړې اوبه واخلئ او هګۍ پکې واچوئ. که هګۍ د اوبو په تل کې په څنګ پرېوځي، نو هغه بالکل تازه ده. که هګۍ ډوبه شي خو نېغه ودرېږي، بیا هم د خوړلو وړ ده.

خو که هګۍ د اوبو پر سر راوخېژي، دا مانا لري چې هغه خرابه شوې ده او باید ونه کارول شي. د متخصصانو په وینا، د وخت په تېرېدو سره د هګۍ دننه هوا راټولېږي، چې له امله یې هګۍ د اوب سر ته راخیژي.

Previous article

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...