تاند (شنبه، د سلواغېږ دلوې ۱۷ مه) د ملایعقوب مجاهذ ترمشرۍ لاندې دفاع وزارت په اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر امام باړه د پرونۍ انتحاري برید په تړاو د پاکستاني چارواکو د تورونو په غبرګون کې له پاکستانه وغوښتل چې د خپلو ناکامیو په خاطر نور ملامت نه کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړې، لیکلي:«د پاکستان امنیتي چارواکي باید د امنیتي ناکامیو د پټولو پر ځای» پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي.
په اسلام اباد کې د شیعه مسلمانانو په امام باړه کې د جمعې د لمونځ په مهال په ځانمګري برید کې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل شول او ۱۶۹ نور ژوبل شول. له بریده وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پخوا په شان سمدستي د تور ګوته افغانستان ته ونیوله.
هغه وویل، افغانستان ته د ځانمرګي بریدګر تګ راتګ ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې ترلاسه شوې دي. له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې بریدګر افغان نه دی. پاکستان په وروستي یو کال کې په خپله خاوره کې کابو ټول انتحاري بریدګر افغانان معرفي کړي دي.
خواجه اصف کوم ثبوت او شاهدي وړاندې نه کړه او دا یې هم ونه ویل چې څرنګه ورته څرګنده شوه چې انتحاري بریدګر افغانستان ته تګ راتګ کاوه او یا ولې یې مخه نه نیوله.
خو د افغانستان دفاع وزارت د خواجه اصف څرګندونې «غیرمسئولانه» بللې دي.
دفاع وزارت وايي، سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی، خو پاکستاني چارواکو یو ځل بیا دا پېښه طالبانو ته منسوبه کړې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت وایي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له شواهدو پرته امنیتي پېښې، د بلوچستان او نورو سیمو بریدونه، طالبانو ته منسوبوي.
د دې وزارت ویاند، عنایتالله خوارزمي، په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا ډول ادعاوې «هیڅ منطق او بنسټ» نه لري او په بېځایه او بیړنیو څرګندونو د امنیتي ناکامیو پټول او د ستونزو حل ممکن نه دی.
هغه پوښتنه کړې چې که د پاکستان امنیتي ادارې د برید د عاملانو د سمدستي پېژندنې توان لري، نو ولې یې د برید مخه ونه نیوله؟
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند له پاکستاني امنیتي چارواکو غوښتي چې د نورو د تورنولو پر ځای خپلې دندې د امنیت د تامین په برخه کې ترسره کړي، په خپلو پالیسیو کې بیاکتنه وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د تاوتریخوالي پر ځای د مثبت تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.
طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د ملاتړ په اړه د پاکستان تورونه رد کړي دي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ له لوري په ۱۵ ښارونو کې همزمانه بریدونه هم له افغانستان سره وتړل.
په اسلام اباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۰ تنه وژل شوي، د تور ګوته افغانستان ته ونیول شوه