تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د کرکټ د ۲۰۲۶ نړیوال شل اوریز جام سیالۍ، چې هند او سریلانکا یې کوربانه دي، نن په درو سیالیو پیلېږي.
لومړۍ مسابقه به د کابل په وخت تر غرمې مخکې په لسو بجې د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د پاکستان او هالنډ ترمنځ وي. ورپسې د ماسپښین په یوه بجه د هند په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجې په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې مخامخ کېږي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل په وخت تر غرمې وړاندې په ۱۰ بجې له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي. په لومړي یا اې ګروپ کې هند، نامیبیا، نیدرلنډ، پاکستان او د امریکا متحدایالتونه یوځای شوي.
په بي یا دوهم ګروپ کې استرالیا، ایرلنډ، عمان، سریلانکا او زیمبابوې له یو بل سره سیالي کوي.
په درېیم یا سي ګروپ کې انګلنډ، ایټالیا، نیپال، سکاټلنډ او ویست انډیز له یو بل سره مخامخ کېږي.
او په ډي یا څلورم ګروپ کې افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبېږي.
دا سیالۍ چې نن (د سلواغې ۱۷/ د فبرورۍ ۷ مه پیل شوې، د مارچ تر اتمې پورې دوام کوي.
داسي ښکاري چې تر ټولو اسان ګروپ د انګلنډ په برخه شوی دی.