Homeخبرونهسامسنګ د خپلو یو شمېر موبایلونو اپ ډېټ تم کړ

سامسنګ د خپلو یو شمېر موبایلونو اپ ډېټ تم کړ

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) سامسنګ شرکت د Galaxy S21، S21 Plus او S21 Ultra موبایلونو لپاره، چې په ۲۰۲۱ کال کې معرفي شوي، د امنیتي او د اندروېډ سیسټم تازه‌کېدنې (اپډېټونه) درولي دي.

سامسنګ بازار ته د دغو موبایلونو د وړاندې کولو پر مهال ژمنه کړې وه چې دا وسایل به تر څلورو کلونو پورې د اندروېډ مهم اپګرېډونه او تر پنځو کلونو پورې امنیتي اپډېټونه ترلاسه کوي، خو اوس دا موده بشپړه شوې ده.

د ټکنالوژۍ متخصصان وايي، د اپډېټونو بندېدا دا معنا لري چې دا موبایلونه به نور نوی سافټویر او یا نوي امکانات ترلاسه نه کړي، او د امنیتي تازه‌کېدنو د نشتون له امله به د هکرانو او درغلګرو لپاره په اسانه په نخښه کېدای شي.

متخصصانو خبرداری ورکړی چې له څه مودې وروسته به د ډېرو اپلېکېشنونو ملاتړ هم محدود شي، نو ځکه کاروونکو ته سپارښتنه کېږي چې د موبایل د بدلون یا د نوي وسیلې په اخیستو غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...