تاند- نن ۲۰٢۵ م کال د فبرورۍ د میاشتې اوومه نیټه د ملي او انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک اوولسم تلین دی.
اجمل خټک ۱۹۲۶ زیږدیز کال دسپتمبر د میاشتې په پنځلسمه نېټه د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زیږیدلی و.
اجمل خټک په اویایمو او اتیا یمو کلونو کې په افغانستان کې و او دپښتونخواپه څیریې هلته هم د لر او بر پښتون د یووالي مبارزه جاری ساتلې وه او د افغانستان دعلمی او ادبی کړیو سره یې ټینګې نږدې اړیکی درلودې،
تراوسه یې ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې له هغو یې یو شمیر په افغانستان کې او یو شمیر په پښتونخوا کې چاپ شوي دي.
د ده د چاپی اثارونه دلاندنیو اثارو نومونه اخیستلی شو:
۱-پښتو ادب کى تاريخ (اردو)
۲-پښتانۀ شعراء (پښتو)
۳-ژوند او فن (پښتو)
۴-د غيرت چيغه (پښتو)
۵-کچکول (پښتو)
۶-باتور (پښتو)
۷- دا زۀ پاگل ووم (پښتو)
۸- دوخت چغه (پښتو)
۹-گلونه تکلونه (پښتو)
۱۰-گل پرهر (پښتو)
۱۱- سرې غونچې (پښتو)
۱۲-ځنډ وخنډ (پښتو)
۱۳-عالمي ادب وخوشحال خان خټک (اردو)
۱۴-جلا وطن کى شاعري (اردو)
۱۵-افغان ننگ (پښتو)
۱۶-دژوند چغه (پښتو)
۱۷-قيصه زما دادبى ژوند (پښتو)
اروادې ښاده وي !
زه دانه وایم چې داراکړه یادارا
نورڅه نه غواړمه یوښکلې اشنارا
چې دیار دیونګاه نه یې قربان کړم
پاکه خدایه ج داڅلورکونجه دنیارا
اجمل خټک
جالبه ده ، د افغانستان اسلامي جمهوریت او ټول پخواني واکمنان لا پخوا مړه او رسمي او نړیواله فاتحه یې اخیستل شوېده ، نه ولسمشر شته ، نه کابینه ، نه پارلمان او نه هغه پنجشیري بدماشان ، خو د سفارتونو پرڅوکیو لا چورواکان کلک نښتي دي .
ترکیه هم کله کله سم کار کوي .