پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد یونان مسیر کې د ۸۵ ناقانونه افغان کډوالو نیول کېدل

د یونان مسیر کې د ۸۵ ناقانونه افغان کډوالو نیول کېدل

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د ترکیې پولیسو ویلي، چې له دغه هېواده یې د یونان پر لور تلونکي ۸۵ ناقانونه افغان کډوال نیولي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دا کډوال په چاناک‌قلعه او مانیسا ښارونو کې د جلا- جلا عملیاتو پر مهال نیول شوي او بېرته ترکیې ته ستانه کړل شوي.

ویل شوي، چې دا کډوال به ترکیه کې څه موده بندیان او بیا به افغانستان ته واستول شي.

د روان میلادي کال له پيله، ترکي پولیسو شاوخوا درې زره افغان کډوال نیولي.

معلومه نه ده چې د دوی ټولو قضیې همداسې وې، که نور تورونه هم ور پورې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې نژدې ۶۹ زره افغان کډوال چې د ناقانونه سفر او کړنو تور ور پورې و، نیولي او افغانستان ته ستانه کړي.

مخکې د طالبانو رژیم د ترکیې له سفیر څخه غوښتي وو، چې افغانستان ته د ستنولو پر ځای د دغه هېواد له کډوالو سره بشري چلند وکړي.

ترکیه له پاکستان او ایران وروسته درېیم هېواد دی چې وخت پر وخت افغان کډوال پکې دوی سره د ناوړه چلند ادعاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب