جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۰ تنه وژل شوي،...

په اسلام اباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۰ تنه وژل شوي، د تور ګوته افغانستان ته ونیول شوه

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) پاکستاني چارواکو ویلي چې د جمعې د لمانځه پر مهال د اسلام‌اباد په څنډه کې د شیعه ګانو پر یوې امام باړې (تکیه خانې) په ځانمرګی برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او تر ۱۶۹ زیات نور ټپیان دي.

په داسي حال کې چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې ناکرارۍ له ډېر وخته دوام لري، د پاکستان په پلازمېنه کې دا برید نادر بلل کېږي.

د تلویزیوني تصویرونو او ټولنیزو رسنیو له مخې، پولیسو او ځایي اوسېدونکو ټپیان نژدې روغتونونو ته لېږدول. ویل کېږي چې د خدیجې الکبرا امام باړې په برید کې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دي.

ژغورونکو او عیني شاهدانو د پېښې صحنه ډېره ویرونکې بللې ده؛ د امام باړې پر فرش مړي او ټپیان پراته وو. حسین شاه وویل، هغه د جومات په انګړ کې لمونځ کاوه چې ناڅاپه یې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد. هغه وویل: «سمدستي مې فکر وکړ چې یو لوی برید شوی دی.» وروسته چې امام باړې ته ننوت، هر څه ګډوډ وو؛  ټپیانو چیغې وهلې او د مرستې غوښتنه یې کوله. شاه وویل چې ده هلته شاوخوا ۳۰ مړي وشمېرل، خو د ټپیانو شمېر تر دې ډېر زیات ښکارېده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې پړه په غاړه نه ده اخیستې، خو پاکستاني چارواکو فوراً ادعا کړې چې ځانمرګی یې پېژندلی او هغه په افغانستان کې روزل شوی و.

د چارواکو په ادعا کې همداراز ویل شوي چې حمله کوونکی څه موده مخکې له افغانستانه راغلی و. دوی همداراز تور لګولی چې په دې برید کې افغانستان او هند لاس لري.

تر دې مخکې، د پېښې په لومړیو شېبو کې د پاکستان دفاع زیر خواجه اصف په ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې دا برید د افغانستان او هند د ګډې دسیسې په نتیجه کې شوی دی.

له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر، طلال چودري، په اسلام‌اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې بریدګر افغان نه و، خو چارواکو د عدلي (فورنزیک) څېړنو له لارې معلومه کړې ده چې هغه څو ځله افغانستان ته سفر کړی و.

په پاکستان کې پخوا پر شیعه ګانو اکثره بریدونه سپاه صحابه او لشکر جهنګوي ډلو کول. خو وروسته له دې چې دا ډلې له منځه تللي، په دغه هیواد کې فرقوي تاوتریخوالی خورا کم شوی دی. په وروستیو کلونو کې یوازې داعش پر شیعه ګانو بریدونه کړي دي. تر ټولو خونړی برید یې په کوټه کې پر هزاره توکمو شیعه ګانو و. داعش په افغانستان او ایران کې هم پر شیعه ګانو خونړي بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...