تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د کرکټ تر نولس کلونو کشرو لوبډلو په پایلوبه کې د جمعې په ورځ هند د انګلیستان له ټیم سره مخامخ شو.
هندي لوبغاړو خپلې سیالې لوبډلې ته خورا لوړ هدف، یعني ۴۱۲ منډې وټاکه.
د هند لپاره تر ټولو ډېرې منډې ویبهاو سوریاوانشي وکړې. ده په ۸۰ توپونو ۱۷۵ منډې وکړې. نوموړی د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم شو ځکه چې ټولټال یې ۴۳۹ منډې وکړې. که څه هم په ټورنمنټ کې تر ده د انګلیستان بن مایس څو منډې زیاتې وکړې. د افغانستان فیصل شینوزاده درېیم لوبغاړی شو چې په تورنمنټ کې یې ډېرې منډې یعني ۴۳۵ وکړې.
په دې توکه هند پایلوبه د ۱۰۰ منډو په توپیر وګټله. هند تر دې مخکې له افغانستانه نیمه پایلوبه د ۵۳ منډو په توپیر ګټلې وه.
خو د توپ اچونې يه برخه کې د انګلیستان له ماني لم وروسته چې ۱۶ ویکټونه یې واخیستل، دوهم د افغانستان نورستانی عمرزی و چې ۱۴ ویکټونه یې په خپل نوم ثبت کړل.
د هند د ۴۱۱ منډو په مقابل کې انګلیسي لوبغاړو ۳۱۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۴۰ اور کې وسوځېدل.
د نولس کلونو نړیوال جام سیالۍ په داسي حال کې پای ته ورسېدې چې ټاکل شوې ده نن (شنبه) د کرکټ نړیوال شل اوره جام سیالۍ پیل شی.