متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه به وي. لنډ ځواب يې راکړ چې: د واده زلمى نو کله مېلمانه رابولي!؟
زه لا تر اوسه اهلِ کتاب نه يم، يعنې کتاب مې نه دى چاپ شوى، خو له هغوى مې، چې کتابونه يې چاپ شوي، اورېدلي د کتاب چاپ او بيا يې د مخکتنې پروګرام ورته له خپلې کوژدې/واده کم نه وي.
نن د همداسې يوې کوژدې/واده محفل ته روان يو، بلکې يو نه دوه محفلونه دي.
زه څو کاله کېږي د مالمو له ښاره لږ ګوښه اوسېږم، نو يوه ګټه! مې دا کړې چې کله له ما سره په موټر کې څوک سفر کوي يو ـ يو بايد له کورونو راټول کړم او د شپې يې بيا بېل بېل په کورونو وسپارم.
اول مې شاه رحمن ځواک راواخیسیت، بيا غمخور صيب پسې لاړم. ځواک له شاته سيټ راغږ کړ چې عزت الله اديب صيب هم کوپنهاګن کې څو ساعته کېږي موږ ته په تمه دى. ما خپل موبايل ځواک ته ورکړ چې د اديب صيب لوکېشن پيدا او ګوګل مپ ته يې ورکړي… ځواک موبايل کې داسې ورک شو لکه نابلده چې ځنګل کې… خو د اديب صيب تر پيدا کېدو او راخيستو وروسته د غرمې دولس بجې د غونډې د تالار پارکینګ ته ورسېدو.
د موټر څخه د راکوزېدو سره سم مو شاعر ملګرى مصطفى امن وليد چې له ناورې پخپل موټر کې راغلى و. تر روغبړ وروسته د څو نورو مشرانو سره يوځاى تالار ته دننه لاړو د دواړو ښاغليو زمري محقق او عبدالملک بېکسیار (١) درې ـ درې نوي چاپ شوي کتابونه کټ مټ لکه د کوژدې/دسمال ګلان د نقل او چاکلېټو په پتنوسونو کې سمبال په مېز ددوى له نورو چاپي اثارو سره کتار ايښي و.
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې مشرتابه او د پانوس ادبي هنري کاروان غړي (چې د ننۍ غونډې جوړوونکي او کوربانه دي) تالار کې د مېلمنو په ښه راغلاست بوخت و.غونډه چې بايد د ورځې په دولسو بجو پيل خو تقریباً يوه بجه پيل شوه.
د دريځ چارې ښاغلي ډاکتر نواب شګېوال مخته وړلې او څرګنده يې کړه چې ننۍ غونډه پینځه برخې لري.
لومړۍ برخه: په بهر کې د غټانو لپاره د مورنيو ژبو د زدکړو په اړه.
دوهمه برخه: د ښاغلي زمري محقق او ښاغلي عبدالمالک بېکسیار د کتابونو مخکتنه.
درېیمه برخه: مشاعره
څلورمه برخه: چای، چلم او ډوډۍ
پینځمه برخه: ټنګ ټکور
غونډه د هنر بېکسیار په تلاوت رسماً پرانيستل شوه. ورپسې د ټولنې ښکليو ماشومانو ملي سرود اجرا کړ.
ښاغلي محقق مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه. بيا ښاغلي انور نايبي ددې پروژې د کار او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او په سلايډ یې د افغانستان فرهنګ ټولنې د کارونو او لاسته راوړنو ځينې انځورونه او ويډيوګانې نندارې ته وړاندې کړړې.
وروسته ښاغلي استاد علي رسول زاده د غونډې په اړه خپله وينا وکړه.
د غونډې دوهمه برخه د ښاغليو ليکوالانو د درې ـ درې نويو چاپ شويو کتابونو د مخکتنې برخه وه.
ښاغلي محقق خپل درې واړه کتابونه
١. د پښتنو د شجرې تاريخي ريښې (د بني اسرائيلو په اړوند)
٢. د کتابونو لنډيز (د څو مهمو کتابونو لنډيز)
٣. هوښيار او چلباز پېټر (د ډنمارکي ژبې څخه پښتو ته ژباړه).
د دريځ پر سر پرانیستل او د هر کتاب په اړه يې لنډې خبرې وکړې.
تر محقق صيب وروسته د اروپايي ټولنې د حقوقدانانو ټولنې مشر ښاغلي میر عبدالواحد سادات د دواړو ليکوالانو د ليکوالۍ او شخصيت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د خبرو وار ښاغلي حبيب الله غمخور ته ورسېد چې په لنډه توګه يې د کتاب په ارزښت خبرې وکړې او همدارنګه يې دواړو ليکوالانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دوى په ژوند او کار کې د لا برياوو هيله وکړه.
تر هغه وروسته ښاغلي محمد صفر خواريکښ خبرې وکړې او ويې ويل چې د کتابونو په مخکتنو کې بايد د کتابونو ليکوال پخپله د کتابونو په اړه خبرې وکړي. همدارنګه يې غوښتنه لرله که ليکوالان د کتاب له چاپه مخکې خپل کتاب د کتاب د موضوع په تناسب د همغې موضوع متخصصینو ته وښايي او د هغوى نظر او جاج پرې واخلي.
تر دمې وروسته د ښاغلي بېکسیار د د درېو نويو چاپ شويو کتابونو د مخکتنې برخه پيل شوه چې د د دريځ چارې يې ښاغلي نيازمحمد پياوړي په مخ وړلې.د پانوس ادبي هنري کاروان په استازیتوب له ښاغلي ګلمنشاه ودير ساپي څخه غوښتنه وشوه چې د پانوس پيغام ګډونوالو ته واورئ.
ورپسې د کابل پوهنتون استاد ښاغلي محمد اصف بهاند د بېکسیار د شعر په اړه خپله مفصله ليکنه ولوستله.
بیا وار د ښاغلي شاعر، ليکوال او څېړونکي ډاکټر احسان الله درمل شو چې د بېکسیار شعر ګډونوالو ته ور وپېژني.
ښاغلي درمل وويل چې د بېکسیار شعر خپله داسې یوه ځانګړې ژبه/ګرامر/تون او جمله بندي لري چې تر ده مخکې او وروسته نه ليدل کېږي.
درمل صيب زیاته کړه چې د بېکسیار هر شعر چې په هره موضوع پيل شي خو اخر يې سر وطن ته رسي.
د بېکسیار د شعر د ښه پېژندلو لپاره بايد دده شعر په څو برخو ووېشل شي چې ټولې برخې يې په دې علمي او تحقيقي ليکنه کې تشريح شوي. خو د وخت د سپما په خاطر ډاکټر صيب درمل ليکنه لنډه لنډه ولوستله مګر وعده يې وکړه چې نوموړي ليکنه به په ويډيو او ليکني ډول د بېکسیار صيب د شعر تر مينه والو رسوي.
بيا پخپله د بېکسیار نوبت شو. نوموړي کوربنو ته تر ښه راغلاست او مننې وروسته د خپلو کتابونو څخه ( شرم له سپي: چکر نامه) له ځان سره دريځ ته وېوړه او ددې کتاب د ليکلو په اړه يې وويل:
“ددې کتاب څخه زما يوازينۍ موخه او هيله دا ده چې هر څوک که دا کتاب ولولي نو ووايي چې داسې کتاب خو زه هم ليکلى شم. يعنې داسې کتاب ليکل ډېر اسانه دي. ما په دې کتاب کې نه ساينس څېړلى، نه د اسمان يا زمکې نور علوم… يوازې مې د خپل ژوند وړې او غټې پېښې ليکلي. هر هغه څوک چې ليک لوست کولى شي – دا کار (کتاب ليکل) هم کولى شي. “
ښاغلى ودېر ساپى د تالار هاغه بل سر ته لاړ او هغه د نقلو او چاکلېټو پتنوس يې راواخېست چې د بېکسیار صيب درې واړه نوي چاپ شوي کتابتونه پکې ايښي و:
١. وسواس ـ نهمه شعري ټولګه
٢. د چغو څکه ـ لسمه شعري ټولګه
٣. شرم له سپي ـ چکرنامه
دې وخت کې ځينو ملګرو په چکچکو دا غږ ور وکړ چې “دسمال يې راوړ…”.
د ګډونوالو څخه د څو تنو مشرانو او مخورو څخه هيله وشوه چې د دريځ څنګ ته ورشي او د کتابونو دسمال پرانېزي.
د غونډې ددې برخې په پاى کې له ښاغلي لیکوال او پېژندل شوي ناولیست محمد اصف سلطانزاده څخه هيله وشوه چې غونډه وارزوي.
د افغانستان د فرهنګ ټولنې له خوا دواړو ښاغلو محقق او ښاغلي بېکسیار ته يوه يوه لونګۍ ډالۍ شوې وه چې د مشرانو له خوا د دواړو ښاغلو ليکوالانو په سرونو وتړل شوې.
تر لنډې دمې وروسته مشاعره پيل شوه چې لومړى ښاغلي خوشحال مزاروال يوه کيسه ولوستله او بيا لاندې ملګرو خپل شعرونه ولوستل:
ښاغلی شاولي ارين
ښاغلی مصطفى امن
ښاغلی محمدصفر خواريکښ
ښاغلی ډاکتر احسان الله درمل
ښاغلى ممتاز ارمان
ښاغلی نورالله ترين
هېواد شېرزاد
او ښاغلى عبدالمالک بېکسیار.
د ټولنې له خوا ټولو ګډونوالو ته د ماښام خواړه اماده شوي وو. تر ډوډۍ وروسته د ټنګ ټکور برخه پيل شوه چې ښاغلي کبير اميري يې چارې پرمخ بېولي. طبله ورسره ښاغلي هدايت فيضي او کېبورډ ورسره ښاغلي وفا غږول.
اول کبير اميري ، ورپسې ښاغلي انجنیر ايشان مومند، بيا ښاغلي استاد رحماني، ورپسې ظاهر وفا يو په بل پسې د شپې تر لسو بجو پورې ښکلې سندرې وبللې چې د ګډونوالو د ګرمو ولولو، چکچکو، ګډاګانو او اتڼونو سره بدرګه کېدې.
د ټولنې نور انځورونه او ويډيوګانې په همدې پاڼه کې ليدلى شئ.
کوپن هاګن، ٢٤ د جنورۍ ٢٠٢٦
هېواد شېرزاد.