یکشنبه, فبروري 8, 2026
Homeخبرونهد سرطان د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې

د سرطان د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۹ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د نوې څېړنې له مخې، که خلک د سګریټ څکولو، الکولو څښلو، د هوا له ککړتیا او ځینو انتاني ناروغیو څخه ځان وساتي، نو د سرطان له هرو لسو پېښو څخه د نژدې څلورو مخنیوی کېدای شي. یوازې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د سرطان شاوخوا ۷۱ میلیونه نوې پېښې له هغو عواملو سره تړلې وې چې مخنیوی یې ممکن و.

د څېړنې له مخې:

  • سګرېټ څکول د سرطان تر ټولو لوی لامل دی او د ټولو نوو پېښو شاوخوا ۱۵ سلنه یې رامنځته کړي دي.

  • د سرطان رامنځته کوونکي انتانات د ۱۰ سلنه پېښو اساسي لامل و.

  • د الکولو څښل د ۳ سلنه پېښو سبب شوي، او همداراز چاغوالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، الټرا وایلیټ وړانګې او د کار پر مهال د زیان‌رسوونکو موادو تنفس نور مهم عوامل بلل شوي دي.

د مطالعې له مخې، د مخنیوي وړ سرطانونو نیمایي د سږو، معدې او د رحم د غاړې (سروایکل) سرطانونه وو. د سږو سرطان تر ډېره د سګرېټ څکولو او د هوا له ککړتیا سره تړاو لري، د معدې سرطان لوی لامل د «هیلیکوباکټر پایلوري» بکتریا ده، او د رحم یا سروایکل سرطان ډېری پېښې د HPV وایروس له امله رامنځته شوې دي.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په نارینه‌وو کې د مخنیوي وړ سرطانونه د ښځو پرتله ډېر دي؛ په نارینه‌وو کې ۴۵ سلنه او په ښځو کې ۳۰ سلنه نوې پېښې د مخنیوي وړ بلل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان څېړونکو ټینګار کړی چې د تمباکو کنټرول، د الکولو محدودیتونه، د HPV واکسین، پاکه هوا، خوندي کاري چاپېریال، سالمه غذا او منظم ورزش کولی شي د سرطان خطرونه په څرګند ډول کم کړي.

د HPV واکسین یو خوندي او ډېر اغېزمن واکسین دی چې د انساني پاپیلوما ویروس (Human Papillomavirus) د انتان مخه نیسي او له HPV سره د تړلو تر ۹۰ سلنه ډېرو سرطانونو پر وړاندې مقاومت برابروي.

هلکانو او نجونو ته د ۱۱ تر ۱۲ کلونو ترمنځ د دې واکسین سپارښتنه کېږي، ځکه تر هغه وړاندې تر ټولو ښه اغېز لري چې انسان له ویروس سره مخامخ شي.

HPV واکسین د د رحم سرطان، د ستوني سرطان او د مقعد سرطان په ګډون د ګڼو خطرناکو سرطانونو په مخنیوي کې مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...