Homeخبرونهد ترکیې پولیس وايي، په دوو ښارونو کې یې لسګونه غیرقانوني افغان...

د ترکیې پولیس وايي، په دوو ښارونو کې یې لسګونه غیرقانوني افغان کډوال نیولي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۹ مه) د ترکیې رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغه هیواد د ساکاریا ښار پولیسو ۱۹ افغان کډوال، چې په یوه کانتینر کې پټ شوي وو، نیولي او  د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته یې له هېواده ایستلي دي.

د بینګول ښار پولیسو  هم د انساني ‌قاچاق پر ضد د عملیاتو  په ترڅ کې د ۱۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې پولیس وايي، د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې تر ټولو ډېر افغان پناه غوښتونګکي نیولي دي.

د راپور له مخې، د دې هېواد د پولیسو ځواکونو په ساکاریا او بینګول ښارونو په عملیاتو کې ۳۲ بې‌اسناده کډوال، چې یو پاکستانی هم پکې شامل و، پېژندلي او نیولي دي.

د راپورونو له مخې، په ساکاریا کې نیول شوي ۲۰ کډوال د قانوني پړاوونو تر تېرېدو وروسته له ترکیې ایستل شوي او ۱۲ نور کډوال به د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته ولېږدول شي.

د دغو عملیاتو په تړاو، د انساني‌قاچاق په تور د شپږو مشکوکو کسانو لپاره دوسیې پرانیستل شوي او پر هغوی اداري جریمې هم لګېدلې دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم په بېلابېلو ښارونو کې روانه ده.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په وېب‌پاڼه کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې په ټول هېواد کې درې زره او ۵۳ افغان کډوال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...