Homeخبرونهپه ننګرهار کې څو دوکانونه په پاکستاني روپیو د راکړې ورکړې په...

په ننګرهار کې څو دوکانونه په پاکستاني روپیو د راکړې ورکړې په خاطر مُهرولاک شول

تاند (یکشنبه، د سلواغېږ دلوې ۱۹ مه) د ننګرهار ولایت په مومنددرې ولسوالۍ کې چارواکو شپږ دوکانونه له دې کبله تړلي چې راکړه ورکړه یې د افغانۍ پر ځای په پاکستاني روپیو کوله.

که څه هم په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت په مهال بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع شو وه خو طالبان دا پرېکړه نسبتاً کلکه رعایتوي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې، په یوه اعلامیه کې له خلکو، دوکاندارانو او سوداګرو غوښتي وو چې خپلې ټولې معاملې یوازې په افغانیو وکړي.

په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، د شنبې په ورځ (د دلوې ۱۸مه) وویل چې د پاکستانۍ روپۍ د کارولو د مخنیوي کمېټې د مومنددرې ولسوالۍ د بازار د څارنې په ترځ کې څلور عمده‌پلورنکي دوکانونه، یو د موبایل پلورلو دوکان او یوه نانوایي د پاکستانۍ روپۍ د کارولو له امله تړلي او مهر و لاک کړي دي.

نوموړي د افغانستان په ورځنیو معاملاتو کې د پاکستانۍ روپۍ پر منع ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د تېر کال د حوت میاشتې په وروستیو کې، په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مرستیال اعلان کړی و چې د رئیس‌الوزرا د لارښوونې پر اساس، په دغه ولایت کې د پاکستانۍ روپۍ د کارولو د منع او د افغانیو د ترویج لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...