شنبه, اپریل 27, 2024
Homeروغتیاپوټاشيم او پر روغتيا يې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

پوټاشيم او پر روغتيا يې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

 هغې څېړنې چې په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې پر کېلې شوې ده، ثابته کړې ده چې پوټاشیم لرونکي خواړه په ښځو کې د زړه د حملو مخه نیسي.

څېړونکی پلاوی وایي، هغه مېرمنې چې عمرونه یې له څلوېښتو پورته دي، باید په خپل غذایي رژیم کې د پوټاشیم کچه لوړه کړي؛ ځکه له پوټاشیم څخه ګټه اخیستل کولی شي د وینې فشار ټیټ کړي.

مېوې او سابه د پوټاشیم تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي.

په خوراکي توکو کې پالک، شیدې، وچه مېوه، کبان د پوټاشیم تر ټولو ښې سرچینې بلل کېږي.

څېړنو ښودلې چې د ورځې د ۱۶۰۰ میلي ګرامو پوټاشیمو خوړل تر ډېره د مغزي سکتې د را منځته کېدو مخنیوی کوي چې هره یوه کېله په متوسط ډول ۵۰۰ میلي ګرامه پوټاشیم لري.

څېړنې ثابتوي، هغه مېرمنې چې په دغه عمر کې په خپل غذایي رژیم کې کېله او کچالو زیات کاروي، ډېرې لږې د زړه له حملو سره مخ کېږي او د نورو په پرتله ډېر عمر کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب