یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاهغه ۸ خواړه، چې په ضمانت ستاسې جنسي قوت لوړولی شي

هغه ۸ خواړه، چې په ضمانت ستاسې جنسي قوت لوړولی شي

1- کېله – کېلې د پوتاشیم د لرلو غني سرچېنې دي، کوم چې د هغو خواړو، چې په زیاته اندازه سودیم لري، اغیزې خنثی کوي او په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړېږي.

2- شین چای – د یو ګیلاس شین چایی څښل کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي. ځکه شین چای په خپل ترکیب کې کافین لري او کافین کولی شي چې ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان په ښه ډول تنظیم کړي.

3- د کب (ماهي) غوښه –  د کب غوښه د Omega 3 شحمي تېزابونه لري، چې په دماغو کې د Dopamine کچه لوړوي او په دې سره د وینې جریان په ښه ډړل تنظیمیدلی شي. چې په پاېله کې ورسره د انسان جنسي قوت لوړ ځي.

4- هندواڼه – هندواڼه کولی شي، چې ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې Lycopene لري. او دا ماده کولی شي، چې د وینې رګونو ته سکون وبښي، چې په دې سره ستاسې د پټو عضلاتو په رګونو کې د وینې جریان ښه تنظیمیدلی شي.

5- زنجفیل – د یوې څېړنې له مخې، چې د Cardiology په نړیوال ژورنال کې چاپ شوې ده، پکې راغلي چې په اونۍ کې څو ځلې د ادرک یا زنجفیلو خوړل درسره دا مرسته کولې شي، چې جنسي قوت مو لوړ کړي.

6- مرچک –  تاسو به په دې لېست کې د مرچک د نوم په لېدلو حیران شوي یاست خو د مرچکو خوړل کولی شي درسره مرسته وکړي، چې ستاسې میتابولېزم لوړ کړي او اندروفین مو تحریک کړي، کوم چې ستاسې د زړه ضربان چټکوي. چې په پاېله کې ستاسې د مخصوصو عضلاتو په رګونو کې د وینې په ښه ډول جریان ته لاره هواریږي او په دې سره مو جنسي قوت لوړ ځي.

7- د انار جوس – د انار جوس کولی شي ستاسې جنسي قوت لوړ کړي ځکه په خپل ترکیب کې د اکسیدیشن ضد مواد لري چې ستاسې د بدن د وېنې جریان ډېر ښه تنظیموي.

8- بادام – بادام په خپل ترکیب کې امینو اسیدونه لري، کوم چې د وېنې د جریان په تنظیم کې ونډه لرلی شي. چې په دې تنظیم سره کېدلې شي ستاسې جنسي قوت لوړ لاړ شي.

ژباړن: طارق تسل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب