چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+د چين پسرلنی اختر / جان روان ځاځی

د چين پسرلنی اختر / جان روان ځاځی

د چين پسرلنی اختر یا نوی کرنيز کال د چينايانو تر ټولو لوی دودیز اختر دی. که څه هم  دغه اختر د ختيځې اسیا په يو شمېر نورو هيوادونو کې هم لمانځل کیږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته وي او خلک يې راتګ ته شپې او ورځې شمېري.

د پسرلني اختر په وياړ په ټول چين کې یوه اونۍ رخصتي وي او هر کس دا فرصت پیدا کولی شي، چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره وګوري او د اختر شېبې ورسره یو ځای ولمانځي. ډېری چينايان له خپلو کورنيو او ټاټوبو څخه لرې په نورو ځایونو کې دندې لري او هملته خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي، خو پسرلني اختر کې هڅې کوي، چې خپل کور او کلي ته ستانه شي او دغه د خوښۍ څو ورځې د کورنۍ له غړو او دوستانو سره يو ځای تېرې کړي. د پسرلني اختر له راتګ لسګونه ورځې مخکې هر کس هڅه کوي، چې ټرانسپورټي ټيکټ واخلي، ځکه د دغه اختر په درشل کې په چين کې ترانسپورټ ډېر بوخت وي، د ټيکټ پيدا کول او اخيستل ډېر ګران وي، په میليونونو خلک له يوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او هر څوک په دې هڅې کې کوي، چې اختر خپل کور ته ورسوي. 

په چين کې د پسرلني اختر دغه موده د ټرانسپورټي بيروبار په نوم هم یادیږي.

د چين حکومت او خلک  په ښارونو او کليوالو سيمو کې د پسرلني اختر د هر کلي په پار په لویو ډګرونو، مارکيټونو او د سړکونو او لارو او کوڅو پر دواړو غاړو سور رنګه فانوسونه او ډېوې راځوړندوي.

 د دغه اختر په موده کې په ټول چين کې د سيلانۍ توده څپه پورته شوې وي او دولت يې یوازې له سیلانۍ څخه سلګونه ميليونه ډالرعوايد ترلاسه کوي.

د چين سږنی کرنيز کال د ۲۰۲۲م کال د فېبروۍ په لومړۍ نېټه پېل شو

په چين کې ۱۲ کالونو ته د ځناورو نومونه ورکړل شوي او په لاندې ډول دي.

(موږک، غوايه، پړانګ، سویه، ښامار، مار، اس، پسه، بېزو، چرګ، سپی)

چينايان ياد حيوانات په بېلا بېلو نومونو تعبیروي او د هر حيوان کال په ۱۲ کالونو کې يو ځل راځي. د چين د کرنيزې جنترې له مخې تېر کال د غوايي او سږ د پړانګ کال دی. پړانګ د چين په کلتور کې د غښتليتوب، قوت او زړورتوب نښه بلل کيږي.

د چين سږنی کرنيز کال د ۲۰۲۲م کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه پيل شو او ۱۵ ورځې به دوام ولري، خو د دغه اختر ټرانسپورټي بيروبار بیا د تېرې جنورۍ په ۱۷مې نېټې پېل شوی دی.

د چين ټرانسپورټ وزارت اټکل کړی، چې د سږ کال د پسرلني اختر په موده کې به یو ميليارډ او ۱۸۰ ميليونه خلک تګ راتګ وکړي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د شمېرنې ملي ادارې ويلي، چې د چين د سږني پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د جنورۍ له ۱۷مې نېټې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې د هيواد دننه د ټرانسپورټي وسيلو له لارې ( الوتکو، اورګاډو، موټرو…) د مسافرو د تګ راتګ شمېر ۸۶ ميليونو او ۱۶۰زرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ ميليونه او ۸۲۰ زره زياتوالی ښيي او په همدې موده کې په چين کې د اورګاډو په وسيله د ليږدول شويو توکو اندازه ۱۵۶ ميليونو او ۶۴۰ زرو ټنو ته رسېدلې، چې دا بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰زره ټنه زياتوالی ښيي. 

په داسې حال کې، چې کرونا وبا پر ګردې نړۍ لمن خوره کړې او د نړيوال اقتصاد ستنې يې لړزولې دي، د چين حکومت په هيواد دننه د کرونا وبا د وقايۍ او کنټرول راپورونه ورکوي، خو بیا هم ښايي د مسافرينو تګ راتګ کم رنګه کړي.

د چين حکومت پر وړاندې دا لويه ننګونه ده، چې څنګه کولی شي، د پسرلني اختر په موده کې چې ميليونونه خلک تګ راتګ کوي، د کرونا وبا مخه ډب کړي او ورسره څو ورځې وروسته د ۲۰۲۰م کال د بېجينګ اولمپيک او پاراولمپيک لوبې پېل کيږي، چې دا هم ښايي د کرونا وبا د خورېدو سبب شي، خو د چين حکومت د پوره  چمتوالي خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب