Homeخبرونهکابلوف: ط نړیوال باور پیدا کړی او رسميت پېژندلو ته څو ګامه...

کابلوف: ط نړیوال باور پیدا کړی او رسميت پېژندلو ته څو ګامه نيږدې دي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې پر طالبانو نړيوال باور زیاتیدونکی دی.

د هغه په وينا د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو ګامونه لنډ شوي دي.

کابلوف په تازه مرکه کې نه ده مشخصه کړې، چې کوم هېوادونه په کومو دلايلو د طالبانو د په رسميت پېژندلو لپاره لېواله شوي دي.

طالبان هم په وروستيو کې د نړیوال رسميت پیدا کولو لپاره ډېره هیله مندي ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوی پر حکومت د بشري او ښځينه حقونو د پراخ نقض، د جمهوري نظام د منسوبينو د وژلو او د ملي مشروعيت د نه لرلو او ترهګرو ډلو سره د اړيکو د نه پرې کولو له کبله نیوکې په زیاتیدو دي.

طالبان بيا په دې اړه نیوکې بې بنسټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...