Homeخبرونهد‌ بښنې نړیوال سازمان د اریانا تلویزون د نیول شویو خبریالانو د...

د‌ بښنې نړیوال سازمان د اریانا تلویزون د نیول شویو خبریالانو د خلاصون غوښتنه وکړه

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت څخه د اريانا تلويزون د نیول شویو خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د معترضینو، بشري مدافعینو او خبريالانو نیولو ته دوام ورکوي.

د سرچينې په وينا، دا ټولې سرغړونې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې طالبانو د ناروې ناسته کې د افغانانو د بشري وضعيت د ښه کیدو ژمنې کړي دي.

طالبانو تر اوسه د اريانا تلويزون د دوو خبریالانو د تېرې شپې د نيولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د اريانا تلويزون د خبري برخې مشر حسن یار ويلي، چې دوه خبریالان یې تېره شپه د طالبانو د استخباراتو له لوري دفتر نه د وتو پر مهال په وحشیانه ډول ونیول شول.

پرون په ننګرهار کې د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی هم طالبانو نیولی و، چې له یو شمېر اعتراضونو وروسته بیرته خوشې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...