چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت یوه بله ښځه د ريیسې په توګه وګومارله

د طالبانو حکومت یوه بله ښځه د ريیسې په توګه وګومارله

تاند (سې شنبې، د دولوې ۱۲) د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز ډاکتره ارین د کابل د شهرارا تدریسي روغتون د ريیسې په توګه وټاکل شوه.

د طالبانو د حکومت له خبرپاڼې سره سم، مېرمن ارین د لوړو زده کړو د وزارت په وړاندیز د ریاست الوزرا په حکم او منظورۍ ګورمال شوې ده.

پرون هم د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره یوه ښځه مقرره کړه.

د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په وینا اغلې ملالۍ رحیم د ملالۍ زېږنتون د ريیسې په توګه ګومارل شوې ده.

طالبان په افغانستان او نړۍ کې په دې خاطر تر فشار لاندې دي چې ښځو ته هیڅ راز حقونه نه ورکوي. وروستۍ ګومارنې هیله غوړوي چې طالبان نور اصلاحات هم وکړي، ښځو ته لا ډېره موقع ورکړي او په دې توګه په نړۍ او افغانستان کې خپل مشروعیت ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه دا ده چې طالبان د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني.

تر دې دمه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

2 COMMENTS

  1. Taliban wrongly assume that Afghan intellectuals and international donors/community Analize concept within the same fairness level and on par with Taliban. Appointment of 2 female within dominant territory of female’s lines of work is far short of expectation being at least 50% of Afghanistan population.

  2. If the afghan population make around 50% female but the rate of professionality and expertly make less than 5% of male professional and experts. So the international community should give more chance first in providing scholarship to women student and education facilities inside the country. Only emphasizing on co-education is not well solution for Afghanistan women due cultural and social norm while this effected even negatively .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب