Homeخبرونهروسيې راتلونکی پسرلی په افغانستان کې د خونړي مقاومت خبرداری ورکړ

روسيې راتلونکی پسرلی په افغانستان کې د خونړي مقاومت خبرداری ورکړ

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو پر وړاندې په افغانستان کې د خونړي مقاومت وړاندوینه کړې ده.

کابلوف په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې له شک پرته به راتلونکی پسرلی د قومي نفاق له کبله په افغانستان کې خونړی طالب ضد مقاومت وزيږوي.

روسي استازي په دې مرکه کې د دغه پيش بيني شوي وضعیت پر وړاندې د خپل هېواد ممکنه دریځ نه دی په ډاګه کړی.

ضمير کابلوف په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې څو اونۍ مخکې د روسیې پلازمېنې مسکو ته د طالبانو د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب مجاهد د سفر خبر ورکړ.

په راپورونو کې روسیې ته د څو طالب ضدو څېرو: امرالله صالح، احمد مسعود او صلاح الدين رباني د سفر خبر هم ورکړل شوی و، خو ضمير کابلوف د دواړو افغان جنګي ډلو د استازو سفر او د روسیې په منځګړتوب یې د سولې د مذاکراتو د ترسره کيدو خبر رد کړی و.

معلومه نه ده، چې د روسیې ځانګړي استازي له نویو څرګندونو څخه څه موخه لرله.

روسیه لا له وړاندې تورنه وه، چې په افغانستان کې په هم مهاله ډول د طالبانو او شمال مقاومت ډلو ملاتړ کوي او د خپلو لويو موخو لپاره یې د اړتيا پر وخت خپلمنځیو جګړو ته هم را کاږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...