جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونههرات ته د بهرنيو سیلانیانو د ډېر راتګ ادعا وشوه

هرات ته د بهرنيو سیلانیانو د ډېر راتګ ادعا وشوه

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ په ‏هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي چې د دوی له واکمنیدو وروسته دغه ولایت ته د برتانیې، هند، کاناډا، غربي او ګاونډیو هېوادونو زیات شمېر سیلانیانو مخه کړې چې ورځ تر بلې یې شمېر زیاتېږي.

باختر اژانس په دې اړه د شوې ادعا ارقام او نور جزییات نه دي خپاره کړي.

طالبانو په دې اړه کومه مستنده ویډیو یا نور داسې شواهد نه دي خپاره کړي، چې د دغې ادعا واقعيت ثابت کړي.

دا ادعا په داسې مهال شوې، چې له هرات ولايت څخه د انسان تښتونې او نورو جنايي او امنیتي پېښو خبرونه هم په وروستيو کې زيات شوي دي.

له دې سره، د هرات او نيمروز ولايتونو له لارې هره ورځ ایران ته په قانوني او ناقانونه توګه د زرګونو افغانانو د ورتلو خبرونه خپریږي.

1 COMMENT

  1. بهرنیان دي و رک سي؛ تاسو خپل خلک له لاسه مه باسئ، ستاسو له بې ځایه کارونو څخه هره ورځ په زرهاوو افغانان په قانوني او غیر قانوني توګه له ا سلام کلا، او نیمروز له لاري ایران ته اوړي، چي هلته هم بېلابېل ظلمونه ورسره کیږي.

    تاسو اول خپل له ځان کړئ، بهرنیان را خپلول آسانه کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب