جمعه, اپریل 19, 2024
Home+لیکنې ته څنګه سرلیک غوره کړو؟

لیکنې ته څنګه سرلیک غوره کړو؟

لیکواله: پوهنیار محموده تقوا میلاد

(د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاده)

لنډیز: سرلیک چې په انګریزي کې Headline، په عربي او فارسي کې عنوان ورته وايي.

 په اصل کې یو له بل څخه د مطبوعاتو او لیکنو د مطالبو په ډاګه کوونکی او بیلوونکی دی، چې مطالبو ته هویت او پیژندنه ور کوي.

یو ښه سرلیک لیکل په یوازې توګه د هغې لارې د نیمايي برخې د طی کولو ارزښت لري، چې په پام کې ده د یوې مقالې، رسالې، لیکنې، کتاب یا بل هر فورم د لیکلو له پاره باید ګزو پل شي.

حتی کولی شو سرلیک ته د تصویري کلام د سرلاري لقب هم ورکړو، چې کولی شي لوستونکی لوستو ته وهڅوي یا یې بلکل له لوستلو په شا کړي؛ نو پکار ده چې سرلیک، په زړه پورې، فني، مختصر او ښکلی وي څو لوستونکی په خپله لومه کې را ګیر کړي او د لوستو په موخه یې سترګې له لیکل شویو کرښو سره په اړیکه کې کړي.

وایي ښه سرلیک یا عنوان هغه دی چې موږ نیغ په نېغه هغې موضوع ته ورولي چې په اړه یې خبرې راته کوي. یعنې سرلیک باید د ښکلا، سمون، ښه جوړښت او لنډون تر څنګ له موضوع سره مستقیمه اړیکه ولري، څو لوستونکی د راتلونکي متن په اړه اغوا نه بلکې ښه رهنمايي کړي.

کاریدونکي ویي: سرلیک، لیکنه، تخیلي، څیړنیز، تلوسه، مرکب، مطالب، تخلیقي، تحقیقي.

سریزه: که ډیر پخوا نه بلکې یو درېو لسیزو وړاندې مطبوعاتو، مقالو، کتابونو، اثارو، جریدو، مجلو او نورو ته سر ور د ننه کړو، راته جوتیږي، چې نن د سرلیک لیکلو ته څومره پام کیږي پخوا چندان پام نه ورته کیده، سره له دې چې ښه او بد سرلیک نن او پرون له یو ډول ارزښت څخه برخمن وو. دا خبره له دې امله کولی شو چې د هغه مهال سرلیکونه له نن سره پرتله کړو، څومره مهارت او هنر چې اوس لیکوال د سرلیک په لیکلو کې کاروي پخوا لیکوالو چندان پام نه ورته کاوه. اوسني لیکوال د لیکنې نیمايي سوچ د سرلیک په غوره کولو کې کوي ځکه سرلیک په اصل کې سوژه او مضمون هم دی؛ خو نیم وخت بیا د لیکنې په بدنه کې لګوي، ځکه موجوده دوې وروستۍ لسیزې له هره پلوه د شدید رقابت، نوښت، پرمختګ، سیاست، فکري او اقتصادي جګړې، معلوماتي تکنالوژۍ او فرهنګي یرغلونو لسیزې وې، نو د هر تولید فنکار ته خورا دقت پکار دی، چې تولید یې د ګڼه ګونې په مارکیټ کې سر را اوچت کړي او ځان ثابت. مثلا په یوه کوچني هیواد، لکه: افغانستان کې تقریبا تر ۲۵۰ زیاتې ورځپاڼې، مجلې، مهالنۍ، اونیزې، جریدې او په کال کې تر زرو لیکلي او ژباړلي کتابونه چاپیږي او د دې تر څنګ پرلیکه ویب پاڼو، ټولنیزو پاڼو هم په سلګونو لیکنې خپریږي، نو هر لیکوال ته پکار ده، چې خپله لیکنه دومره جذابه کړي یا جذاب ظاهر چې عبارت له سرلیکه دی ورکړي، چې لوستونکی په لومړي نظر کې لوستو ته را مات کړي.

په دې لیکنه کې په غټو ټکو کې د سرلیک پر ارزښت، ډولونو او ځانګړنو بحث شوی اما په مجموع کې د سرلیک اړوند پوره بحث اومعلومات وړاندې کېږي

اصلي موضوع: 

سرلیک، عنوان، ټایټل یا نوم هغه په زړه پورې ژبنی سکښت، جوړښت، کوچنی فورم یا وینا ده چې د لوستونکي او لیدونکي پام په لومړي نظر کې ځان ته را اړوي او له لوستونکي سره د هغه د اړتیا وړ مطالبو، په غوره کولو او لوستلو کې مرسته کوي، چې متني یا لیکلی تصویر هم ورته ویل کیږي ځکه د معنی تر څنګ یې د خط ډول، د خط اندازه، آهنګ، د تورو او کلماتو همغږي هم ستر رول لوبوي، چې په اصل کې سرلیک د متن  د لوستو له پاره اعلان کوي، د مضمون اړوند مواد لږ او ډیر لوستونکو ته ورپیژني، یا لوستونکی د متن د محتوا په اړه  په تلوسه کې اچوي او د متن د لوستلو بلنه ورکوي. 

«سرلیک، لوستونکی د لیکنې لوستو ته هدایت کوي او لوستونکی هم په دقیق او ګړندي نظر سره هغه مطالب چې له ژوند او اړتیاوو سره یې اړه لري او حذابیت ورته ولري د لوستو له پاره ټاکي نو په دې توګه سرلیک د لوستونکو د پام اړولو په برخه کې لوی رول لري» (۱ – ۱۶۱)

نوم د هر شي د شناخت او هویت اساس ږدي که یو شی نوم ونه لري هیڅ هویت نه لري، نو سرلیک د لیکنې ساه، روح  او زړه  بللی شو ځکه د لیدونکي لومړۍ اړیکه له رنګ، انځورونو او څرنګوالي او څومره والي پرته له سرلیک سره ده.

او د ښه سرلیک غوره کول نه یوازې د کتاب، مقالې، رسالې، مجلې، ورځپاڼې له پاره مهم دی بلکې سرلیک د خبر، راپور، بحث، خپرونې، بنسټ، مغازې، جادې، اپارتمان، تولیداتو… له پاره هم خورا مهم او ارزښتمن دی.

سرلیکونه د محتوا او جوړښت له پلوه ډیر او نا محدود ډولونه لري لکه څیړنیز(تحقیقي)، پوښتنیز، هنري، تخیلي، تعجبي، طنزي، منظوم، منثور، ساده، مرکب، ړوند، ننګونکی، پر نقل قول ولاړ، لیږدونکی، دوه په یوه کې، پارونکی، د یوې کرښې، دوو یا څو کرښو، هرمي، ترازو ډوله، مثلثي، پاسنی، منځنی، لاندینی، اصلي، …… او داسې نور. چې مهم به یې په د لیکنې په ترڅ کې لږ او ډیر شرحه شي.

د تخلیقي او تحقیقي لیکنې سرلیک:

په تخلیقي لیکنو کې د سرلیک ظاهري ښایست، د کلماتو همرنګۍ، همغږۍ، وزن، نظم، قافیې، هنریت، مالګې، تلوسې او ترکیب ته ډیر پام کیږي نسبت باطن او د سرلیک اصلي رسالت ته؛ ځګه د تخلیقي اثارو او لیکنو هدف د معلوماتو او پوهې لیږد نه دی بلکې د احساساتو خړوبول دي او بل دا چې هېڅ وخت هنري او تخلیقي اثار د صدق او کذب په تله نه تلو ولوکه ځینې ځایونه یې د حقیقت مالګه هم ولري.

 تخلیقي اثار که هر څو کاذب وي، نو په هماغه اندازه ښه وي.

که هنري یا تخلیقي اثار په خپله بدنه کې هغه څه چې په سرلیک کې یې راغلي وي تشریح هم نه کړي او اړخ هم سره ونه لګوي لوستونکی ګیله نه کوي مګر که د تحقیقي لیکنې او سرلیک تر منځ یې دا ستونزه وي بیا لوستونکي له ځانه لري کوي، ممکن ډیره ښه موضوع د یو نامناسب سرلیک له امله له لوستو پاتې شي.

د سرلیک ټاکل یا لیکنې ته سرلیک ورکول د لیکنې له محتوا، مضمون او ډول سره مستقیمه اړه لري که لیکنه سیاسي وي باید منثور ساده، مرکب یا هم پوښتنیز سرلیک ورته غوره کړو، خو د دې تر څنګ کولی شو طنزي سرلیک هم ورته غوره کړو خو هنري او منظوم سرلیک ډیر ورته مناسب نه دی ځکه سیاست یوه توده او تنده موضوع ده پکار ده سرلیک یې هم ګرم او ډیر پارونکی وي لکه: سرنوشت ۳۲ میلیون آدم در دست حوا ست! دا سرلیک هغه وخت په یوه تنقیدي لیکنه پورې وو، چې د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو پایله نه اعلانیده او د کمیسیون مشره حوا اعلم وه. 

د څیړنیزو لیکنو له پاره باید څیړنیز سرلیک غوره کړو او بیا یې د متن او مقالې په ترڅ کې حل او وسپړو، لکه (یوې لیکنې ته سرلیک څه وخت او څه ډول غوره کړو؟ ) دا د یوې څیړنیزې مقالې سرلیک دی، چې لیکوال باید د دې سرلیک ځواب په متن کې ورکړي او ټوله خبره حل کړي او په ضمن کې دا سرلیک باید د متن موضوع بیان کړي او یو له بل سره اړیکه ولري که داسې نه وي هم لیکنه او هم سرلیک دواړه ناقص دي.

کله چې د یوه تږي لوستونکي سترګې په دې سرلیک ولګیږي سم د لاسه متن لولي څو پوه شي، چې یوې لیکنې ته څه ډول او څه وخت سرلیک غوره کړي.

د کیسې، شعر، ادبي ټوټې، ناول، رمان او داسې نورو لیکنو له پاره هنري، منظوم، د یوه بیت مسره، متل، ساده یا هم مرکب  سرلیکونه ټاکلی شو.

ځینې شاعران خپلو شعري ټولګو ته د خپلو شعرونو یو ښکلی بیت یا هم مسره نوم یا سرلیک ور کوي خو دا بیت باید داسې بیت وي، چې په ټوله شعري ټولګه کې ښکلی او زړه را ښکونکی وي د ځوانې شاعرې زمزمې نیازۍ د شعري ټولګې نوم «نه به هغه په دې لار راشي نه هغه وختونه» دا یوه مسره ده خو داسې مسره چې په ټول کتاب پاچاهي کوي. یا «پاس سپوږمۍ ده لاندې ته یې!» دا د علم ګل سحر د یوې شعري ټولګې نوم دی، خو په حقیقت کې په دې کتاب کې د یوه غزل یوه مسره ده، چې لومړی په تول غزل کې بیا په ټول کتاب کې معلومه او ځانګړې ده.

 د کیسو له پاره هم باید داسې سرلیک غوره کړو چې د هنر او جذابیت مالګه ولري لکه (د سپوږمۍ تر کلي) دا د میرمن ادبي بهیر د غړو د ځینو  شاعرانو د ادبي تذکرې نوم دی خو ډیر په زړه پورې دی، د کتاب په محتوا خبرې نه کوم خو سرلیک یې په زړه پورې دی او په کافي اندازه تلوسه لري، چې لوستونکی  ځان ته را کاږي.

ډیر ځله یوې لیکنې  ته داسې سرلیک غوره کیږي چې  په متن کې ډیر راغلی وي لکه د مصطفی سالک د یوه ناول نوم (پاتې شه باران دی) چې بیا یې په وار وار په متن او لیکنه کې راغلی دی.

  په تورو غرو باندې را تاو شول بارانونه        مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی.

 یا هم د کیسه لیکوال  نصیر احمد احمدي د یوه ناول نوم (رڼا) دی د مرکزي کرکټر نوم یې هم رڼا دی او ټول داستان پرې را څرخیدلی دی.

د لیکنې مضمون او محتوا یا سکښت او جوړښت ته په کتو سره، ساده سرلیک هم ورکولی شو که له لیکنې سره اړخ ولګوي ښه جذابیت به ولري او که یې ونه لګوي برعکس به وي، خو د زر زده کیدو او مشهوریدو له پاره بیا لند او جذاب سرلیک ډیر ښه دی، لنډ او ساده سرلیکونه ډیر د ورځپاڼو او مجلو له پاره معمول دي، لکه: ګودر، پړونی، محبت، مینه، پیزوان، باور، بدلون… مګر د لنډون او ساده توب تر څنګ په ورځپاڼو باندې دا ډول نومونه ایښودل معمول دي چې په هغه کې د خبر، ژورنالیزم، مطبوعاتو یا هم د یوه خاص ګوند، سمت او سیمې د پیژندګلوۍ نښه وي، لکه: سرخط، خبریال، ۸ صبح، ختیځ، مشرقي، سراج الاخبار، اسلامي، میرمن…

له لنډو او ساده سرلیکونو سربیره کله کله لنډ مرکب نومونه یا سرلیکونه هم د ورځپاڼو له پاره ټاکي لکه سرنوشت، برخلیک، ملي آرمان، سورغر، پیام ملي، زموږ غږ، لروبر، علمي کاروان…

لیکنې ته مو څه وخت سرلیک ورکړو؟ سرلیک د لیکنې د هویت تر څنګ د لیکنې له پاره سوژه او مضمون هم کیدلی شي او په اصل کې د لیکنې د پیل له پاره لومړنی ګام دی چې لیکوال یې اخلي.

اوس راځو دې ته چې سرلیک له لیکنې وړاندې که وروسته ولیکو؟ ځینې وختونه باید سرلیک له لیکنې وړاندې وټاکو ځکه ډیر ځله سړی موضوع له سرلیک څخه الهاموي سرلیک ته ګوري او موضوع غځوي، خو مخکې له لیکنې د سرلیک لیکل یا ټاکل ډېر په سیاسي او څیړنیزو( تحقیقي) لیکنو کې کیږي ځکه هلته باید لیکوال اصافي خبرې ونه کړي موضوع باید د خپلو حدودو او محتوا په چوکاټ کې را ونغاړي، او سرلیک په خپله لیکنه کې ټول وسپړي، یعنې لیکنه په سرلیک او سرلیک په لیکنه دلالت وکړي.

سرلیک له لیکنې وروسته هم ټاکلی شو هیڅ توپیر نه کوي خو په تخلیقي او هنري لیکنو کې، کیدای شي یو لیکوال یوه کیسه، یوه موضوع یا یو شعر په بشپړه توګه خلاص کړي او بیا ورته سرلیک وټاکي اما کله کله تخلیقي لیکنو ته هم مخکې له مخکې سرلیک او نوم غوره کولی شو.

د تخلیقي لیکنو په نامه یا سرلیک کې لیکوال نسبت تحقیقي لیکنو ته یو څه خلاص لاس لري که یې لومړی ټاکي که وروسته ځکه محتوا له سرلیک سره ډیره اړه نه لري او نه هم سرلیک د بدنې  تشریح ته وقف شوی وي حتی لیکوال کولی شي له مخکې څخه ټاکلی سرلیک هم په اخر کې واړوي او بل سرلیک ورته غوره کړي، خو دا کار په تحقیقي لیکنو کې یو څه ستونزمن دی مثلا که یوه لیکوال یوې څیړنیزې لیکنې ته دا سرلیک په لومړي سر کې ټاکلی وي: «د متلونو اخلاقي اړخ» نو لیکوال مجبور دی دا موضوع په متن کې په ډاګه کړي او هر ځل مستقیم یا غیر مستقیم په موضوع کې سرلیک ته اشاره وکړي او په پای کې چې لیکنه خلاصه شي وغواړي چې سرلیک واړوي؛ نو دا کار به ډیر ورته ګران شي ځکه بل سرلیک به په اسانۍ له بدنې یا سوژې سره اړیکه ټینګه نه شي کړی.

اما که د تخلیقي لیکنې سرلیک هر وخت بدل کړي ډیر به ګران نه وي.

د سرلیک ځانګړنې: 

دلته باید یادونه وکړم لکه څنګه چې د څیړنیزې او تخلیقي موضوع د وړاندې کولو ژبه سره توپیر لري نو سرلیکونه یې هم سره ځینې توپیرونه لري، سره له دې چې په ټول کې د تخلیقي او تحقیقي موضوع د سرلیک له پاره معیارات سره ورته دي اما ځینې ځینې ځایونه، ځینې ځانګړنې د تخلیقي موضوع د عنوان له پاره د ارزښت معیار دی ولې د تحقیقي له پاره بیا یو منفي او د ارزښت د پیکه کولو ټکی دی.

نو ځینې لاندې ځانګړنې د دواړه ډوله موضوعاتو (تخلیقي – تحقیقي ) له پاره هممهاله مناسبې نه دي.

  • د سرلیک مطلب باید دومره ښکلي وي، چي پر لوستونکو ځان ولولي ځکه ډیر وخت د بد سرلیک له امله ښه مطلب له لوستو پاتې کیږي.
  • د سرلیک لپاره باید مناسب کلمات وټاکل شي نه ډیر اوږده او نه ډیر لنډ. ځکه اوږده سرلیکونه په حافظه کې سم نه پاتې کیږي، چې دا کار د موضوع او اثر شهرت ته زیان اړوي.
  • که اوږد وي خو تکراري، غیر ضروري او مترادف ویي ونه لري اوږدالی یې کومه خاصه ستونزه نه لري.
  • داسي کلمات او عبارات ورته غوره شي، چي هر یو یي د یوه سرلیک ارزښت ولري.
  • د ټایټل یا سرلیک په کرښه کي، بیلابیلي کلمي غوره کول پکار دي له مترادفو او تکراري کلیمو باید ډډه وشي.
  • سرلیک باید په غټو ترویو، ښه خط او لوی سایز ولیکل شي.
  • سرلیک باید له ابهام څخه پاک وي، البته د غیر تخلیقي اثارو له پاره. په تخلیقي موضوعاتو کې د سرلیک ابهام، تجاهل العارف، حسن تحلیل او نور صنعتونه د موضوع د سرلیک له پاره یو مثت ارزښت دی.
  • سرلیک باید ډیر تپلی نه وي، یعنې دا چې یو نا مسلکي لیکوال هڅه وکړي، چې د اثر اصلي مڼځپانګه په سرلیک کې را ښکاره کړي؛ نو کلمې یو په بل باندې وتپي، ځکه دا کار اصلي موضوع زیانمنوي.
  • په سرلیکونو کې نا مشهور ځانګړي نومونه چې په متن کې نه وي باید ونه کارول شي.
  •  په سرلیکونو کې د لقب، ستاینوم او تشخیصي کلمې له استعمال نه باید ډډه وشي.
  • په پېچلو سرلیکونو باید د مخاطب سواد او سویه ونه ننګول شي، ځکه هغوي د اطلاعاتو په دې ویړه نړۍ کې پر پېچلو او ګونګو سرلیکونو خپل وخت نه ضایع کوي.
  • «سرلیک باید په غیر تحقیقي متنونو کې له منځپانګې سره نېغ په نېغه معنايي اړيکه ولري. په څېړنېزو اثاروکې عنوان موضوع او موضوع باید عنوان تعريف کړي.
  • په عنوان کې دې د تخصص کليدي او اصلي لغات موجود وي، څو د عنوان په لوستلو منځپانګه انځور شي.» ( هاشمي: ۲۰۱۶)
  • د غیر تخلیقي متنونو له پاره باید سرلیک آسانه ، ساده او د پوهاوي وړ وي.
  • په کومو سرلیکونو کې چې لیکنښو ته اړتیا وي باید وکارول شي ځکه د سرلیک محتوا ته لا وضاحت ورکوي.
  • سرلیک باید د کوټلو لغاتو لرونکی وي.
  • د محتوا په رڼا کې سرلیک باید څرګند او دقیق وي.
  • په سرلیک کې باید د تکراري جملو له راوړلو ډډه وشي.
  • بهتره ده سرلیک له موضوع وروسته ولیکل شي.
  • که په سرلیک کې مخفف توري راغلي وي نو په منځ کې یې ټکی کاریږي او د سرلیک په پای کې باید ټکی ورنکړو.
  • عنوان دې نوى او له ابتکاره ډک وي.
  • که سرلیک مرکب وي یا له یوې څخه زیاتې کلمې ولري د کلماتو آهنګ ته یې هم باید پام وشي چې یو له بل سره  ښه تړون ولري.

د سرلیک ډولونه:

 په لنډو کې سرلیک له جوړښتي او محتوایز پلوه په لاندې ډولونو ویشلی شوو:

څیړنیز(تحقیقي)، پوښتنیز، هنري، تخیلي، تعجبي، طنزي، خبري، منظوم، منثور، ساده، مرکب، ړوند، ننګونکی، پر نقل قول ولاړ، لیږدونکی، دوه په یوه کې، پاروونکی، د یوې کرښې، دوو یا څو کرښو، هرمي، ترازو ډوله، مثلثي، پاسنی، منځنی، لاندینی، اصلي، …… او داسې نور.

څېړنیز سرلیک: د پښتو ادبیاتو تاريخ (لومړۍ اودويمه دوره)، د فلکلور تاریخچه، د پښتو نثر اته سوه کاله، په پښتو ادب کې تذکره لیکنه.

پوښتنیز سرلیک: ایا سوله لا هم افغانانو ته معما ده؟ ایا دا ځل سیاسي جوړ جاړی بیا هم د جان کیري انتظار باسي؟ 

هنري یا تخیلي سرلیک: د تصوراتو بڼ، پاس سپوږمۍ ده لاندې ته یې!، جادوګر لاسونه.

تعجبي یا تنبهي سرلیک: مه خفه کیږه!، اې ځوانه!، اې لورې!، ته زما ټوله شاعري یې!، همت وکړه!

طنزي سرلیک: د نړۍ دویم متفکر د خپل هیواد لومړی ناکام ولسمشر شو.

خبري سرلیک: کیدی شي خبري سرلیک هم د هنر مالګه ولري او هم نه، لکه:  نه به هغه په دې لار راشي نه هغه وختونه، ګل غوټۍ ته اووم سرود، ولسمشر نن په یو رسمي سفر قطر ته ولاړ.

منظوم سرلیک: زه یم تږی ته اوبه یې، د نغمو په غلبلو کې زما د سترګو په خوبو کې، سیلۍ په لاره د ړندو په شانې ځینه!.

منثور سرلیک: تعلیمي او تاریخي مادې په پښتو ادب کې، د ښونې او روزنې عمده اصطلاحات. 

ساده سرلیک: اوښکه، ګرامر، پایکوب، کوثر، شپېلۍ، سمبولیزم.

مرکب سرلیک: ادب تیوري، تشریحي ژبپوهنه، خوشحال پیژندنه، په لپه کې رڼا. 

ړوند سرلیک: په دې وروستیو کې خصوصا په مطبوعاتو او رسنیو کې دغه سرلیک ډیر عام شوی دی، په دې سرلیک کې د متن محتوا یا بدنې ته هېڅ ډول اشاره نه کیږي، بلکې تر ډیره دغه ډول سرلیک د لوستونکي د تلوسې او په ذهن کې د پوښتنو د را ولاړولو له پاره استفاده کیږي او دا سرلیک مطالعې ته د هغو کسانو د هڅونې له پاره کارول کیږي، چې ډیر کم د مطالعې شوق لري، لکه:

 د لندن او پاریس ترمنځ پرواوز کې د زرو څیرو لرونکي تن اعتراف.
د معاملو او درغلیو د شرمونکې پایلې اتل زموږ واکمن شو.
چې لاس د نه را کاوه.
نه به هغه په دې لار راشي نه هغه وختونه.

ننګوونکی سرلیک: دا سرلیک د متن، اثر، خبر او مضمون له محتوا څخه د لیکوال د شخصي برداشت په رڼا کې لیکل کیږي یا هم ننګوونکی سرلیک د ټول مضمون یوه جمله لنډیز یا نچوړ دی.

د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مشر پر ستره محکمه کلکه نیوکه وکړه.

د کوم متن له پاره چې دغه سرلیک د برداشت په اساس ټاکل شوی، مستقیم نیوکه نه ده شوې اما په مجموع کې یې موخه همدغه ده، چې له یوې پراخې لیکنې د لوستونکي د شخصي برداشت په اساس ټاکل کیږي او تر ډیره په مطبوعاتو کې عام دی.

پر نقل قول ولاړ سرلیک: دغه سرلیک ته مستند سرلیک هم وایي، چې لومړی سرچینه او بیا سرلیک پسې ذکر کیږي، لکه: یوناما: افغانستان د ماشومانو له پاره د نړۍ تر ټولو نامناسب ځای دی.

لیږدونکی سرلیک: «دا ډول سرلیک لکه له نامه څخه یې چې ښکاریږي د ویناوو، مرکو، خبرپاڼو او یا هم د شخصیتونو او ادارو له نظرونو څخه را اخیستل کیږي په دي سرلیک کې د خبر او موضوع د کره والي او موسقیت لپاره سرچینې د سرلیک په پورتنۍ برخه کې راوړل کیږي»  (احسان الله: ۱۳۹۶)

د هوا پوهنې اداره وايي:
سبا په کابل او څیرمه ولایتونو کې د واورې د وریدو اټکل شته.

دوه په یوه کې سرلیک: د اډول سرلیک د هغه لیکنو لپاره راځي، چې په ظاهر کې سره بیلې وې خو د محتوا له مخې سره یوشان وي، دا ورته والی که په ظاهر کی څرګند نه وي، مګر په باطن کې سره ورته والی لري خو شرط یې دا دی چې اوله برخه یې د فعل په نه شتون کې لیکل کیږي او دویمه برخه یې له فعل سره لیکل کیږي.

لکه: د کرونا ډیرې پیښې په هرات او ځانمرګي بریدونه په کابل کې خو جنازې د افغان – ایران له پولې را روانې دي.

د ننګرهار په څیر نن کابل هم د ویر په ټغر ناست و.

د یوې کرښې سرلیک: دا سرلیک د محتوا په لحاظ نه بلکې له جوړښتي یا شکلي پلوه د سرلیک ډول دی او په مطبوعاتو کې د لیکنې د ښایست له پآره استفاده کیږي.

لکه له نامه یې چې ښکاریږي په متن کې په یوه کرښه کې لیکل کیږي، خو په محتوایز لحاظ ممکن هر څه وي لکه منثور، منظوم، متل، طنزي، خبري، پوښتنیز…

د دوو یا ډیرو کرښو سرلیک: دا سرلیک د محتوا په لحاظ نه بلکې له جوړښتي یا شکلي پلوه د سرلیک ډول دی او په مطبوعاتو کې د لیکنې د ښایست له پآره استفاده کیږي.

دا سرلیک په دو لاندې باندې کرښو کې لیکل کیږي او دا سرلیک هم یوازې له شکلي پلوه دی نه محتوا.

هرمي سرلیک: دا سرلیک د محتوا په لحاظ نه بلکې له جوړښتي یا شکلي پلوه د سرلیک ډول دی او په مطبوعاتو کې د لیکنې د ښایست له پآره استفاده کیږي.

په دریو کرښو کې چې لومړۍ یې یوه کلمه دویمه یې دوې او اخره یې تر هغه لږ زیاتې کلمې لري.

مثلثي سرلیک: دا سرلیک د محتوا په لحاظ نه بلکې له جوړښتي یا شکلي پلوه د سرلیک ډول دی او په مطبوعاتو کې د لیکنې د ښایست له پآره استفاده کیږي.

دا ډول سرلیک یا له پاسه او یا له کښته خوا په وړه جمله یا کلمه پیل کیږي او په لویه ختمیږي یا هم په لویه پیل او په وړه ختمیږي.

پارونکی سرلیک: د دې سرلیک کارول مقابل لوري ته د اطلاعاتو لیږدول نه دي هغه څه چې په دې سرلیک کې باید په پام کې ونیول شي د مخاطب  د احساساتو را پارول او په غیر مستقیم ډول د معلوماتو لیږدول وي او تر ډیره په کې هیجاني او احساساتي کلمات استعمالیږي، چې همدغه کلمات د لوستونکو په راجلبولو کې مهم نقش لري.

سولې ته د افغانانو انتظار او د پردې تر شا د طالب استازو او امریکا ترمنځ پټې خبرې.

شفیق مرید له نغمې سره داسې څه وکړل چې هیچا نه وو کړي!

دا سرلیک په داسې موضوع پورې تړاو لري چې شفیق مرید د نغمې یوې سندرې ته ډیر په زړه پورې کمپوز جوړ کړی و، چې تر اوسه بل چا هغې ته دا ډول کمپوز نه و جوړ کړی.

ترازو ډوله سرلیک: دا سرلیک د محتوا په لحاظ نه بلکې له جوړښتي یا شکلي پلوه د سرلیک ډول دی او په مطبوعاتو کې د لیکنې د ښایست له پآره استفاده کیږي.

دا سرلیک لکه د شعر مسرې لومړۍ جمله پورته او دویمه یې تر هغه لږ کښته او په مقابل کې لیکل کیږي.

لکه د مستزاد فورم دغه دوه مسرې چې سرلیک شي.

           نه غوږ لرم چې واورم نه په خوله د خیر ویل کړم 

           مدام منت پر بل کړم

پایله:

په دې لیکنه کې دې پایلې ته رسیږو، چې سرلیک یا د لیکنې نوم په لیکنه کې لومړنی او خورا بنسټیز رول لري، پرته له سرلیکه که لیکنه هرڅومره په معلوماتي لحاظ مزینه، سمباله او ارزښتناکه وي لوستونکی یې لوستو ته زړه نه ښه کوي، ځکه د لوستونکي او متن ترمنځ بله هیڅ ارتباطي وسیله نه وي.

له دې سربیره چې سرلیک دا ارتباط قایموي او د لوستونکي په زړه کې د لیکنې له پاره تلوسه پیدا کوي لوستونکي ته د هغه د اړتیا وړ معلومات هم ور مخ ته کوي څو هغه څه په کې وټاکي چې اړتیا ورته لري. بله دنده یې د لیکنې په بدنه کې د مطالبو بیلوالی او مشخصول دي او لیکنې ته شناخت ور په برخه کول دي چې ډیر وخت اکثر لیکوالان دې مسلې ته چندان پام نه کوي له نامه یا سرلیک ټاکلو سره سطحي چلند کوي هماغه وي چې ډیر ښه مطالب او لیکنې یې له لوستلو پناه پاتې شي.

هغه لیکوالان چې د لیکنو او لوستنو د ګڼه ګونې په دې معاصر جم جوش کې د مطالعې په موخه د لیکنو د انتخاب په برخه کې چلنج شوي وي هیڅ وخت له سرلیک سره سر سري برخورد نه کوي، ځکه ډیر وخت یې ممکن داسې لیکنې لوستې وي، چې نوم یې غټ خو محتوا یې هیڅ وي یا هم برعکس.

همدې ارزښت ته په کتو سره یې، رول، ارزښت، ډولونه، ځانګړنې او نورو مسایل په دې لیکنه کې په مختصره توګه شرح شول او هر یو ډول یې له بېلګو او ځانګړنو سره تشریح شول.

ماخذونه:

۱- احمدي، جاویده، ۱۳۸۶، ویرستاري پیام مطبوعات، کابل: بنیاد انتشارات پرنیان. 

۲- هاشمي، سید اصغر، ۲۰۱۶، د څېړنېز اثر محتواېيز جوړښت

۳- احسان الله، ۱۳۹۶، خبر لیکنه په مطبوعاتو او ویب کې، کندهار پوهنتون: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب