جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ایچ پایلوري د معدې سرطان پیدا کولی شي

ایچ پایلوري د معدې سرطان پیدا کولی شي

ډاکتر رحیم

کله چې هلیکوبکټر پایلوري نومې باکتریا له بهرني محیط څخه ستاسو معدې ته ننوتله او د معدې په داخلي دیوال کې یې پر تکثر پیل وکړ نو په معدې زخم جوړوي. دا باکټریا لا هم خپلې ودې ته دوام ورکوي او بالاخره د معدې د داخلي دیوال په حجرو کې سرطاني انټیجن H. pylori cytotoxin-associated antigen A  ځای پر ځای کوي.

دا د معدې د سرطاني کیدو لومړنۍ مرحله کېدای شي خو په دې پړاو کې یې تداوي ‌‌‌‌‌‌ډیره اسانه ده. د دې باکټریا د له منځه وړو لپاره د لسو ورځو لپاره درمل وکاروئ. د دې ترڅنګ چې باکټریا مو په بدن کې مري دغه سرطاني فکټور چې ستاسو د معدې په داخلي دیوال کې یې ځای پرځای کړی دا هم شنډېږي، مګر که مو پر وخت اقدام ونه کړ له یوې خوا سرطاني فکټور ستاسو د معدې د دېوال په حجرو کې ځای پر ځای کېږي له بلې خوا تاسو د باکټریا د لا ودې د مخنیوي لپاره لاس په کار نه شوئ نو همدا ده چې د معدې د حجراتو په DNA کې نوموړی میکروب دایمي بدلون راولي او دغه بدلون ته موږ په طبي اصطلاح سرطان یا کنسر وایو.

د معدې د (ايچ پایلوری) میکروب درملنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب