دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د اریانا تلویزیون دوه خبریالان نیول شوي

په کابل کې د اریانا تلویزیون دوه خبریالان نیول شوي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د افغانستان د بیان د ازادۍ کور او نورې سرچينې وايي، چې طالبانو تېره شپه د اريانا تلويزون دوه خبریالان( اسلم حجاب او وارث حسرت) له دفتره تر وتو وروسته نیولي او بندیان کړي دي.

د بيان ازادۍ کور د دغو خبریالانو بندیانول غندلي او د رسنيو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند دوام ېې ګنلی دی.

طالبانو د دغو خبریالانو د بندیانولو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د مختلفو تلويزونونو ځينو خبريالانو تاند ته ويلي، چې د طالبانو استخباراتو په ځلونو خپل دفتر ته ورغوښتي او ګواښ یې ورته کړی چې که لږ هم د طالبانو په اړه منفي بحثونه وکړي، بندیان او حتا وبه وژل شي.

تېره اونۍ طالبانو د دغه وضعیت په اړه د خبریالانو یوه اعتراضیه غونډه هم لغوه او تنظيمونکي يې وګواښل.

3 COMMENTS

  1. د افغانستان په تلویزونو کې خراسانیان داسې خبرې کوي لکه سید جلال به چې کولې :
    وزیر حربي سرفرست طالبان به یک لسان سخن میزند که ۸۰ فیصد مردم افغانستان این لسان را نمی فهمند !!!!
    اوس زه د جاهلو پښتنو ته وایم چې بله هیڅ خبره نشته یواځې ارګ ته دوه ټکي پښتو راغلې ده او بس !

  2. همدا خدای شرمولی او خرڅ شوي پښتانه دا ډول خبرونه خپروي. دوی په عمل کې د لنډغرو نوکران او تالي څټي دي. دوی ته نه پښتو ارزښت لري او نه هم پښتانه. بس همدا وایي، د رسنیو ازادي. دې ازادیو په تېرو شلو کلونو کې کوم درد دوا کړ؟ تعصب او نفاق یې زیاد کړ او د دښمن ژرندې ته یې اوبه ورواچولې. افغانستان په دې شرایطو کې دا ډول رسنیو ته اړتیا نلري. مننه

  3. پښتنو بیچاره ګانو هم ډمکراسی کی بایللی وه او هم طالبانی کی بایلی همدا اوس د دوی اقتصاد خراب ، مکتبونه یی بند اولاد یی لا اوس هم انتحاری لشکر کی برمته دی او تیرو څلویښتو کلو کی خو هم روس هم پنجاب او هم تلوالی ا او امریکی د همدوی قتل ته ملا تړلی وه او په بل چا نه په همدی خپلو یی وژل ددین په نوم او د اشغال په نوم یی ښه ډیر ووژل زموږ نه یادیږی چی یو انتحاری پنجشیر مزار یا بامیان او دایکندی کی الوتی وی ټول دپښتو ولایتو کی انتحاری کیدل اوس یی ګوندی عقل سر ته ورشی خو خدای خبر ؟ کشکی زه پشتون نه وی هی هی اوس به څومره نیکمرغه وم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب