Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندوز د سپين زر شرکت د بیرته فعالولو هڅې پیل شوي

د کندوز د سپين زر شرکت د بیرته فعالولو هڅې پیل شوي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ طالبان وايي، چې د کندوز سپین زر دولتي شرکت خپل فعالیتونه بیا ځل پیلوي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغه شرکت له فعالېدو سره به درېو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

چارواکي وایي، چې د یاد شرکت لومړني کارونه پیل شوي دي.

باختر اژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

سپین زر دولتي شرکت د هېواد له مشهورو دولتي شرکتونو څخه و، چې غوړي او نور توکي یې تولیدول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...