چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهط کابل کې د بریښنا شرکت لسګونه مدیران او د هغوی مرستيالان...

ط کابل کې د بریښنا شرکت لسګونه مدیران او د هغوی مرستيالان ګوښه کړي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه) د بریښنا شرکت ځینو سرچینو ویلي، چې طالبانو د دغه شرکت لسګونه سیمه ییز مدیران او د هغوی مرستيالان له دندو ګوښه او پر ځای یې تر ډېره دوی ته منسوب کسان ګومارلي دي.

بریښنا شرکت بيا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کار يې« د چارو د ښه والي په موخه» کړی.

بریښنا شرکت وایي، چې نوي ټاکل شوي کسان دنده لري، چې د برېښنا له غلاڅخه مخنیوی ، د برېښنا ضایعاتو کموالی، د عوایدو راټولولو او له پېرودونکو سره غوره چلند ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

په وروستيو کې له مختلفو مسلکي ادارو څخه د ورته بدلونونو خبرونه ورکول کېږي او طالبان د« غیر طالبانو» په تصفيې تورنیږي.

طالبانو مخکې ژمنه کړې وه، چې له سیاسي بستونو پرته د ادارو په تشکیلاتو کې غرض نه لري، خو اوس ويل کيږي چې په ډېرو ادارو کې یې له عادي مسلکي بستونو هم د جمهوري نظام منسوبين ګوښه کړي او پر ځای یې طالب منسوبين ګومارلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب