دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغانستان او نیوزیلند تر سیالۍ مخکې د هند د ټیم سرپرست...

د افغانستان او نیوزیلند تر سیالۍ مخکې د هند د ټیم سرپرست ومړ

تاند (یکشنبه، د عقریب ۱۶مه) د هند د کرکټ سرپرست موهن سینګ په ابوظهبي کې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ په نړیوال شل اوره جام کې تر سیالۍ څو ساعته مخکې په خپله خونه کې مړ وموندل شو.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ د سرچینو د راپور له مخې، ۴۵ کلن موهن سینګ، په ډیپرېشن اخته و.

د ده مړی څو ساعته مخکې تر دې چې د افغانستان او نیوزیلنډ ټیمونه د مسابقې میدان ته راووځي، وموندل شو.
د افغانستان او نیوزیلنډ مسابقه په روان نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د هند د پاتې کېدو یوازینۍ هیله وه.

که دا مسابقه افغانستان ګټلې وای، هند نیمه پایلوبې ته د وتلو ډېر چانس مونده.

نیوزیلنډ افغانستان ته په ۸ ویکټونو ماتې ورکړه او په دې ترتیب د جدول سر ته وخوت ځکه چې په ۵ لوبو کې یې ۴ ګټلي دي.

پاکستان له وړاندې لا ۴ مسابقې ګټلي او نیمه پایلوبې ته وتلی دی. که پاکستان نن سکاټلنډ مات کړي، چې غالباً یې ماتوي، د دوهم ګروپ د لومړي ټیم په توګه به د لومړي ټیم له دوهم ټیم یعني استرالیا سره په نیمه پایلوبې کې مخامخ شي.

د نیوزیلنډ لوبډلې نن د افغانستان په وړاندې خورا ښه فیلډینګ وکړ. افغانستان ته په ماته کې له نیوزیلنډ سره فیلډ ډېره مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب