Homeخبرونهط: د جرمني د اړیکو د بیا کتنې د اعلان هرکلی کوو

ط: د جرمني د اړیکو د بیا کتنې د اعلان هرکلی کوو

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) طالبانو د جرمني د حکومت د هغه اعلان هرکلی کړی، چې وايي دې ډلې سره د اړيکو په بيا کتنې بوخت دي.

تمه کيږي، چې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارک پوتزل، راتلونکې اونۍ په دې موخه د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

نوموړی د طالبانو له واکمنیدو او د جمهوري نظام له سقوط سره، د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د افغانستان وضعیت له دغه هېواد څخه څاري.

د طالبانو د وياند مرستيال احمد الله وثیق، د جرمني د دې پریکړې هرکلی کړی او هيله مندي يې ښودلې، چې په کابل کې به د ياد شوي هېواد سفارت بيرته خلاص او د طالبانو واکمني به د نړۍ لخوا په رسميت وپېژندل شي.

د‌ جرمني ځينو رسنيو له طالبانو سره د خپل هېواد د اړيکو نوې بڼه له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د هڅو زياتوالی او د طالبانو تر ګواښ لاندې د ايسارو خلکو د وضعيت په اړه بحث ښودلی دی.

د جرمني په ګډون ټوله اروپايي ټولنه او ټوله نړۍ د طالبانو واکمني په رسميت نه پيژني.

اروپايي ټولنې ويلي، چې طالبانو سره اړیکې قطعآ د دوی د په رسميت پېژندلو په مانا نه دي.

پاکستان، چې د طالبانو تر ټولو نيږدې مدافع او ملاتړی هېواد دی، هغه هم د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

شنونکي د طالبانو د واکمنۍ لپاره د ملي مشروعيت نشتوالی، په زوره د دوی واک ته رسېدل، له بشري او ښځينه حقونو سره شديد مخالفت او له ترهګرو ډلو سره د اړيکو دوام د دوی د نه په رسميت پېژندل کيدو عمده دليل ګڼي.

خو طالبان بیا وايي، چې واکمنۍ يې د په رسميت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي او بايد په رسميت وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...