یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د ط او حميد خراساني د وسله والو تر منځ...

پنجشېر کې د ط او حميد خراساني د وسله والو تر منځ جګړه شوې ده

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) ‏له پنجشېر ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د طالبانو د جنګياليو او د طالبانو د امنيت آمر عبدالحمید خراساني د وسله والو تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

خراساني په يوه مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د عنابې ولسوالۍ په بازار کې يو بې ګناه ځوان وژلی دی.

هغه ادعا لري چې وسله والو يې د همدغې وژنې په غبرګون کې له طالبانو سره جګړه کړې ده.

د طالبانو د امنيت آمر نه دي ويلي چې په نښته کې يې مرګ ژوبله شوې او که نه ده؟

ځينو نورو سرچينو هم په عنابې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د يوه ځوان وژل کیدل تایید کړي او ويلي، چې له پېښې وروسته ځايي خلکو لاریون کړی او د وژل شوي ځوان جسد يې د پنجشېر ولايت مقام دروازې ته د اعتراض په توګه وړی دی.

په پنجشير کې د طالبانو نورو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

حميد خراساني یو مهال د طالبانو له سرسختو مخالفينو څخه و، تر دې چې پنجشېر ولايت ته ورتلونکي کوچيان يې هم په دې نوم چې پښتانه دي، وهلي او پنجشير ولايت ته نه وو پريې ایښي.

دغه اوسني طالب مقام مخکې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سوزولی او ملي بیرغ ته د سپکاوي ویډیو یې له ټولنیزو رسنیو څخه خپره کړې وه.

ښاغلی خراساني په ځلونو تورن شوی، چې قاتل، اختطاف ګر او باج اخيستونکی و، خو هغه دا تورونه ردکړي وو.

ده په وروستیو کې ملي بیرغ ته د سپکاوي ادعا هم رد کړه. دا هم ویل کېږي چې په وروستیو ورځو کې یې خپل تخلص له خراساني په اماراتي بدل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب